د تاريخ جغرافيې څانګې لنډه پيژندنه
د تاريخ او جغرافيې څانګه د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې يوه رسمي څانګه ده، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د شيخ زايد پوهنتون ښوونې روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځ ته او بيا په ۱۳۹۳ کال د ټولنیزو علومو پوهنځي په تاسیس سره د همدې پوهنځي په رسمي چوکاټ کې ځای په ځای شوه، دې څانګې تر دې مهاله (۴۸۳) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
د تاريخ جغرافيې د څانګې د فارغ التحصيل واضح تعريف
د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي د تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونځيو، د ښوونکو د روزونې مرکزونو، په پوهنتونونو کې د ټولنيزو علومو او ښوونې روزنې پوهنځيو او د علومو اکاډمۍ د علمي کادر په توګه او همدا ډول د لرغونو سيمو او آثارو د څېړنې او پلټنې، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي او ديموګرافي په برخو کې د مسلکي او تخصصي کادرنو د روزنې په موخه رامنځ ته شوی ده. په دې اساس د تاريخ جغرافيې د اړونده نصاب په پیاده کیدو سره د ليسانس دورې فارغ التحصيل پوهيږي چې، په څلور کلنه تحصيلي دوره کې يې د (۱۵۲) کريډيټونو او (۸) سمسترونو په بشپړیدو سره دا وړتیا ترلاسه کړې، چې د پوهې، مهارتونو او سلوک په برخه کې لاندې ځانګړتیاوې و لري:
د تاريخ جغرافيې فارغ التحصيل بايد د ليسانس په کچه د تاريخ او جغرافيې پر اساساتو، تاريخي پېښو او جغرافيايي مسايلو د څېړلو، د لرغونو اثارو او ابداتو پېژندلو او ساتلو، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي، ديموګرافي، ملي او نړيوال سياست پيژندل، چې له مخې یې د تاریخ او جغرافیه د یو متخصص علمي کادر په توګه په ټولنه کې و پيژندل شي.
۲- د مهارتونو په برخه کې
د تاريخ جغرافيي څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی، چې د اړتيا تر بريده د جغرافيوي او تاريخي مسايلو درک کوونکی، د يوې نړيوالې ژبې، ښه مديريت، په کمپيوټر کې د دفتري پروګرامونو، او د علمي پروګرامونو د جوړولو وړتيا لري او په دې برخه کې د خپلې ټولنې د اړونده ستونزو حل ته مناسبه او معقوله لیار پیدا کولی شي.
د تاريخ جغرافيې څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی چې، د خپل تخصص ترڅنګ به لوړ اسلامي اخلاق، معلومات، وطن دوستي، انساني او بشري ارزښتونه زده کړې وي او له مخې به یې د هیواد ټولو ملي ارزښتونو ته ځانګړې درناوی لري او په دې برخه کې به د هر ډول تبعیض سره مبارزه کوي.
د تاریخ جغرافيې څانګې لرلید
د تاريخ جغرافيې څانګه هوډ لري، چې د يو لوړ او باکيفيته سيستم له لارې داسې بشري ځواک وروزي، چې د یو واقعي تدین ترڅنګ، د هیواد د پرمختګ سرلاری، د ملي ګټو ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، ديوې ښې رهبرۍ او مديريت خاوند وي.
د تاريخ جغرافيې څانګه مسؤليت لري، چې د لوړو زده کړو د انډوليز سيستم له لارې ځوان نسل ته علمي او اکاډميک شرایط برابر کړي. او په خپله برخه کې داسې مسلکي اشحاص وروزي چې د ټولنيزو او سياسي ستونزو په حل کې له ټولنې سره مرسته وکړي او د هيواد په پرمختګ، ملي یووالي او د ټيکاو په راوستلو کې رغنده وڼده واخلي.
د تاريخ جغرافيې څانګې موخې
- د ټولنيزو علومو په برخه کې د پوهنتونونو لپاره علمي کادرونه روزي .
- د مکاتبو، عالي دارالمعلمينونو، خصوصي او دولتي تعليمي مؤسسو لپاره وړ او مسلکي استادان روزي.
- د تاريخ او جغرافيه دياګرامونو، تاريخي او جغرافيايي چارتونو د جوړونکو مؤسسو لپاره خپل مسلکي غړي روزي.
- د ملي تاريخ د انجمنونو لپاره وړ او مناسب مسلکي غړي خپلې ټولنې ته وړاندې کوي.
- د هيوادونو په کچه د جغرافيايي څيړنو لپاره مسلکي غړو ته روزنه ورکوي.
د تاریخ جغرافيې څانګې ارزښتونه
۱- دیني ارزښتونه، بشپړعدالت او د هیواد د ملي ګټو پالنه.
۲- د ګران هیواد افغانستان د اصیل کولتور غوړیدا.
۳- د انساني کرامت او مقام لوړتیا، د پوهې او پوهانو د درناوي په پیاوړې روحیه د محصلانو روزل.
۴- په ملي او بین المللي کچه د علمي اړتیاو پر وړاندې مسؤلانه تعامل ته ژمنتیا.
۵- د پوهې تولید، تعمیم او د فکري تخلیق قدرداني.
۶- پرځان باور، نوښت، مشروع سیالۍ او پراخه علمي لید لورې ته وده ورکول.
۷- ملي مصالحو ته ژمنتیا او د سولې د روحیې پیاوړتیا.
۸- په بین المللي کچه په فرهنګي او علمي ډګر کې د یو فعاله او ګټور تعامل رول لوبول.
د تاریخ او جغرافيې څانګې د استادانو پيژندنه
| پوهنوال زرولي صدیقي د تحصیل درجه: ماسټر د تاریخ او جغرافيې څانګې آمر | ||||
| پوهنمل سیف الله غروال د تحصیل درجه : ماسټر | پوهنيار فقير الله آسايس د تحصیل درجه: ماسټر | پوهنيار زینت الله آرمان د تحصیل درجه: ماسټر | پوهنيار حکمت الله سايل د تحصیل درجه: ليسانس | پوهنيار عصمت الله زيار د تحصیل درجه: ليسانس | 
|  |  |  |  |  | 
| نامزد پوهنيار نظیر ګل صدیقي د تحصیل درجه: ليسانس | ||||
|  | ||||
د تاریخ او جغرافيې ډیپارټمنټ درسي نصاب
| ګڼه | لومړی سمستر( عمومي) | دوهم سمستر (عمومي) | دريم سمستر | څلورم سمستر | ||||
| مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | |
| 1 | د جغرافيې اساسات | 3 | افغانستان لرغونی تاریخ | 2 | جيولوجي | 2 | د لويديځو تمدنونو تاریخ | 2 | 
| 2 | انګليسي | 2 | چاپېریال ساتنه | 2 | نړۍ فزيکي جغرافيه | 2 | د اسيا منطقوي جغرافيه | 2 | 
| 3 | د ټولنپوهنې اساسات | 2 | لرغونپوهنې اساسات | 3 | عمومي ارواپوهنه | 2 | بشرپېژندنه | 2 | 
| 4 | کمپيوټر | 2 | انګليسي | 2 | افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(1) | 2 | د اقتصاد اساسات | 3 | 
| 5 | د فلسفې اساسات | 3 | افغانستان عمومي جغرافيه | 2 | نړۍ اقتصادي جغرافيه | 2 | افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(2) | 2 | 
| 6 | د تاريخ اساسات | 3 | لرغونې فلسفه | 2 | افغانستان لرغونپوهنه | 1 | اروپا منطقوي جغرافيه | 2 | 
| 7 | اسلامي عقيده | 2 | ټولنپوهنې نظريې | 2 | ختيځو تمدونونو تاریخ | 2 | انګليسي | 2 | 
| 8 | تلاوت تجويد | 1 | د اسلام عبادتي نظام | 2 | انګليسي | 2 | فکري روزنه | 2 | 
| 9 | 
 | 
 | نبوي سيرت | 2 | افغانستان فزيکي جغرافيه | 2 | اديان او مذاهب | 1 | 
| 10 | 
 | 
 | 
 | 
 | د اسلام اخلاقي نظام | 2 | 
 | 
 | 
| 11 | 
 | 
 | 
 | 
 | د اسلام اجتماعي نظام | 2 | 
 | 
 | 
| جمله | جمله کريديټونه | 18 | جمله کريډيټونه | 19 | جمله کرډيډيټونه | 21 | جمله | 20 | 
| ګڼه | پنځم سمستر | شپږم سمستر | اووم سمستر | اتم سمستر | ||||
| مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | مضــــمون | کريډيټونه | |
| 1 | د نفوسو جفرافيه | 2 | د نړۍ سياسي جغرافيه | 3 | اداره او منجمنټ | 3 | اقلیم پيژندنه | 2 | 
| 2 | د څېړنې ميتود | 2 | د ګاونډيو هېوادونو تاريخ | 2 | دافغانستان معاصر تاریخ(۱) | 2 | کارتو ګرافي | 3 | 
| 3 | د امريکا تاریخ | 2 | د اسلام اقتصادي نظام | 2 | افغانستان سياسي جغرافيه | 2 | افغانستان معاصر تاریخ(2) | 3 | 
| 4 | د افريقا منطقوي جغرافيه | 2 | د اروپا نويو پېړيو تاریخ | 3 | جغرافيې تدريس ميتود | 2 | تاریخ تدریس میتود | 2 | 
| 5 | د افغانستان اقتصادي جغرافيه | 2 | د افغانستان تاريخي جغرافيه | 3 | قرآن او معاصر علوم | 2 | اسلامي تمدن | 2 | 
| 6 | ښاري جغرافيه | 2 | د امريکا منطقوي جغرافيه | 2 | افريقا تاريخ | 2 | افغاني ټولنې جوړښت | 2 | 
| 7 | د اروپا منځنيو پيړيو تاریخ | 2 | انکشافي ارواپوهنه | 2 | اروپا معاصرو پيړيو تاریخ | 2 | مونوګراف | 3 | 
| 8 | تدريس اموزي | 2 | بشري جغرافيه | 2 | ||||
| 9 | د اسلام سياسي نظام | 2 | 
 | 
 | ||||
| 10 | د اسلام اداري نظام | 2 | 
 | 
 | 
 | 
 | 
 | 
 | 
| 
 | جمله کريديټونه | 20 | جمله کريډيټونه | 17 | جمله کريډيټونه | 17 | جمله کريډيټونه | 17 |