د تاريخ جغرافيې څانګې لنډه پيژندنه
د تاريخ او جغرافيې څانګه د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې يوه رسمي څانګه ده، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د شيخ زايد پوهنتون ښوونې روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځ ته او بيا په ۱۳۹۳ کال د ټولنیزو علومو پوهنځي په تاسیس سره د همدې پوهنځي په رسمي چوکاټ کې ځای په ځای شوه، دې څانګې تر دې مهاله (۴۸۳) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
د تاريخ جغرافيې د څانګې د فارغ التحصيل واضح تعريف
د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي د تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونځيو، د ښوونکو د روزونې مرکزونو، په پوهنتونونو کې د ټولنيزو علومو او ښوونې روزنې پوهنځيو او د علومو اکاډمۍ د علمي کادر په توګه او همدا ډول د لرغونو سيمو او آثارو د څېړنې او پلټنې، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي او ديموګرافي په برخو کې د مسلکي او تخصصي کادرنو د روزنې په موخه رامنځ ته شوی ده. په دې اساس د تاريخ جغرافيې د اړونده نصاب په پیاده کیدو سره د ليسانس دورې فارغ التحصيل پوهيږي چې، په څلور کلنه تحصيلي دوره کې يې د (۱۵۲) کريډيټونو او (۸) سمسترونو په بشپړیدو سره دا وړتیا ترلاسه کړې، چې د پوهې، مهارتونو او سلوک په برخه کې لاندې ځانګړتیاوې و لري:
د تاريخ جغرافيې فارغ التحصيل بايد د ليسانس په کچه د تاريخ او جغرافيې پر اساساتو، تاريخي پېښو او جغرافيايي مسايلو د څېړلو، د لرغونو اثارو او ابداتو پېژندلو او ساتلو، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي، ديموګرافي، ملي او نړيوال سياست پيژندل، چې له مخې یې د تاریخ او جغرافیه د یو متخصص علمي کادر په توګه په ټولنه کې و پيژندل شي.
۲- د مهارتونو په برخه کې
د تاريخ جغرافيي څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی، چې د اړتيا تر بريده د جغرافيوي او تاريخي مسايلو درک کوونکی، د يوې نړيوالې ژبې، ښه مديريت، په کمپيوټر کې د دفتري پروګرامونو، او د علمي پروګرامونو د جوړولو وړتيا لري او په دې برخه کې د خپلې ټولنې د اړونده ستونزو حل ته مناسبه او معقوله لیار پیدا کولی شي.
د تاريخ جغرافيې څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی چې، د خپل تخصص ترڅنګ به لوړ اسلامي اخلاق، معلومات، وطن دوستي، انساني او بشري ارزښتونه زده کړې وي او له مخې به یې د هیواد ټولو ملي ارزښتونو ته ځانګړې درناوی لري او په دې برخه کې به د هر ډول تبعیض سره مبارزه کوي.
د تاریخ جغرافيې څانګې لرلید
د تاريخ جغرافيې څانګه هوډ لري، چې د يو لوړ او باکيفيته سيستم له لارې داسې بشري ځواک وروزي، چې د یو واقعي تدین ترڅنګ، د هیواد د پرمختګ سرلاری، د ملي ګټو ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، ديوې ښې رهبرۍ او مديريت خاوند وي.
د تاريخ جغرافيې څانګه مسؤليت لري، چې د لوړو زده کړو د انډوليز سيستم له لارې ځوان نسل ته علمي او اکاډميک شرایط برابر کړي. او په خپله برخه کې داسې مسلکي اشحاص وروزي چې د ټولنيزو او سياسي ستونزو په حل کې له ټولنې سره مرسته وکړي او د هيواد په پرمختګ، ملي یووالي او د ټيکاو په راوستلو کې رغنده وڼده واخلي.
د تاريخ جغرافيې څانګې موخې
- د ټولنيزو علومو په برخه کې د پوهنتونونو لپاره علمي کادرونه روزي .
- د مکاتبو، عالي دارالمعلمينونو، خصوصي او دولتي تعليمي مؤسسو لپاره وړ او مسلکي استادان روزي.
- د تاريخ او جغرافيه دياګرامونو، تاريخي او جغرافيايي چارتونو د جوړونکو مؤسسو لپاره خپل مسلکي غړي روزي.
- د ملي تاريخ د انجمنونو لپاره وړ او مناسب مسلکي غړي خپلې ټولنې ته وړاندې کوي.
- د هيوادونو په کچه د جغرافيايي څيړنو لپاره مسلکي غړو ته روزنه ورکوي.
د تاریخ جغرافيې څانګې ارزښتونه
۱- دیني ارزښتونه، بشپړعدالت او د هیواد د ملي ګټو پالنه.
۲- د ګران هیواد افغانستان د اصیل کولتور غوړیدا.
۳- د انساني کرامت او مقام لوړتیا، د پوهې او پوهانو د درناوي په پیاوړې روحیه د محصلانو روزل.
۴- په ملي او بین المللي کچه د علمي اړتیاو پر وړاندې مسؤلانه تعامل ته ژمنتیا.
۵- د پوهې تولید، تعمیم او د فکري تخلیق قدرداني.
۶- پرځان باور، نوښت، مشروع سیالۍ او پراخه علمي لید لورې ته وده ورکول.
۷- ملي مصالحو ته ژمنتیا او د سولې د روحیې پیاوړتیا.
۸- په بین المللي کچه په فرهنګي او علمي ډګر کې د یو فعاله او ګټور تعامل رول لوبول.
د تاریخ او جغرافيې څانګې د استادانو پيژندنه
پوهنوال زرولي صدیقي د تحصیل درجه: ماسټر د تاریخ او جغرافيې څانګې آمر
|
||||
پوهنمل سیف الله غروال د تحصیل درجه : ماسټر |
پوهنيار فقير الله آسايس د تحصیل درجه: ماسټر |
پوهنيار زینت الله آرمان د تحصیل درجه: ماسټر |
پوهنيار حکمت الله سايل د تحصیل درجه: ليسانس |
پوهنيار عصمت الله زيار د تحصیل درجه: ليسانس |
|
|
|
|
|
نامزد پوهنيار نظیر ګل صدیقي د تحصیل درجه: ليسانس |
||||
|
د تاریخ او جغرافيې ډیپارټمنټ درسي نصاب
ګڼه |
لومړی سمستر( عمومي) |
دوهم سمستر (عمومي) |
دريم سمستر |
څلورم سمستر |
||||
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
|
1 |
د جغرافيې اساسات |
3 |
افغانستان لرغونی تاریخ |
2 |
جيولوجي |
2 |
د لويديځو تمدنونو تاریخ |
2 |
2 |
انګليسي |
2 |
چاپېریال ساتنه |
2 |
نړۍ فزيکي جغرافيه |
2 |
د اسيا منطقوي جغرافيه |
2 |
3 |
د ټولنپوهنې اساسات |
2 |
لرغونپوهنې اساسات |
3 |
عمومي ارواپوهنه |
2 |
بشرپېژندنه |
2 |
4 |
کمپيوټر |
2 |
انګليسي |
2 |
افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(1) |
2 |
د اقتصاد اساسات |
3 |
5 |
د فلسفې اساسات |
3 |
افغانستان عمومي جغرافيه |
2 |
نړۍ اقتصادي جغرافيه |
2 |
افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(2) |
2 |
6 |
د تاريخ اساسات |
3 |
لرغونې فلسفه |
2 |
افغانستان لرغونپوهنه |
1 |
اروپا منطقوي جغرافيه |
2 |
7 |
اسلامي عقيده |
2 |
ټولنپوهنې نظريې |
2 |
ختيځو تمدونونو تاریخ |
2 |
انګليسي |
2 |
8 |
تلاوت تجويد |
1 |
د اسلام عبادتي نظام |
2 |
انګليسي |
2 |
فکري روزنه |
2 |
9 |
|
|
نبوي سيرت |
2 |
افغانستان فزيکي جغرافيه |
2 |
اديان او مذاهب |
1 |
10 |
|
|
|
|
د اسلام اخلاقي نظام |
2 |
|
|
11 |
|
|
|
|
د اسلام اجتماعي نظام |
2 |
|
|
جمله |
جمله کريديټونه |
18 |
جمله کريډيټونه |
19 |
جمله کرډيډيټونه |
21 |
جمله |
20 |
ګڼه |
پنځم سمستر |
شپږم سمستر |
اووم سمستر |
اتم سمستر |
||||
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
مضــــمون |
کريډيټونه |
|
1 |
د نفوسو جفرافيه |
2 |
د نړۍ سياسي جغرافيه |
3 |
اداره او منجمنټ |
3 |
اقلیم پيژندنه |
2 |
2 |
د څېړنې ميتود |
2 |
د ګاونډيو هېوادونو تاريخ |
2 |
دافغانستان معاصر تاریخ(۱) |
2 |
کارتو ګرافي |
3 |
3 |
د امريکا تاریخ |
2 |
د اسلام اقتصادي نظام |
2 |
افغانستان سياسي جغرافيه |
2 |
افغانستان معاصر تاریخ(2) |
3 |
4 |
د افريقا منطقوي جغرافيه |
2 |
د اروپا نويو پېړيو تاریخ |
3 |
جغرافيې تدريس ميتود |
2 |
تاریخ تدریس میتود |
2 |
5 |
د افغانستان اقتصادي جغرافيه |
2 |
د افغانستان تاريخي جغرافيه |
3 |
قرآن او معاصر علوم |
2 |
اسلامي تمدن |
2 |
6 |
ښاري جغرافيه |
2 |
د امريکا منطقوي جغرافيه |
2 |
افريقا تاريخ |
2 |
افغاني ټولنې جوړښت |
2 |
7 |
د اروپا منځنيو پيړيو تاریخ |
2 |
انکشافي ارواپوهنه |
2 |
اروپا معاصرو پيړيو تاریخ |
2 |
مونوګراف |
3 |
8 |
تدريس اموزي |
2 |
بشري جغرافيه |
2 |
||||
9 |
د اسلام سياسي نظام |
2 |
|
|
||||
10 |
د اسلام اداري نظام |
2 |
|
|
|
|
|
|
|
جمله کريديټونه |
20 |
جمله کريډيټونه |
17 |
جمله کريډيټونه |
17 |
جمله کريډيټونه |
17 |