علمي چارو مرستیال

 

انجینر سید اسماعیل روحاني

+93711555777:ګرځنده شماره
بريښنالیک  sayedismailrohani@gmail.com

 

vice of academic

د شیخ زاید پوهنتون د علمي مرستیال ژوندلیک:

محترم انجینر سید اسماعیل "روحاني" د سید سلیمان شاه زوی، د سید محمد شاه لمسی، په قوم سادات او د ۱۳۷۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۵ نېټه د میدان وردګو ولایت، جلګې (دایمیرداد) ولسوالۍ، د تنګي سیدانو کلي په یوه غریبه او دینپاله کورنۍ کې فاني نړۍ ته سترګې غړولي دي او ټول ژوند یې د علماء کرامو، پوهانو او روحانیونو سره په صحبت، خدمت او ملګریتا کې تېر کړی دی.

ښاغلي روحاني خپلې ابتدایي زده کړې د خپل کلي له امامانو او خپل تره ښاغلي قاري سید ګل بادشاه "خیري" څخه تر لاسه کړي دي. په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د تنګي سیدانو کلي اړوند د شهید غلام دروېش عالي لېسې په لومړي ټولګي کې شامل شوی، د لېسې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي اول نمره و او په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له نوموړې لېسې څخه عمومي اول نمره فارغ شوی دی. د یادونې وړ ده، چې د لېسې په دوره کې یې د عصري زده کړو تر څنګ په بېلا بېلو دیني مدارسو کې تر تکمیلې پورې دیني زده کړې هم کړي دي او سربېره پر دې یې د قرآنکریم شپږ پارې هم حفظ کړی دی.

نوموړی د ۱۳۹۳ لمریز کال کانکور ازموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي، معلوماتي سیستمونو څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د کادري نمرو په ترلاسه کولو فارغ شوی دی او د ۱۴۰۱ لمریز کال پسرلني سمستر کې یې خپله ماسټري دوره د کابل پوهنتون، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، په عامه اداره او پالیسي برخه کې پیل او په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د زده کړو مرحله پای ته رسولې ده.

ښاغلي روحاني د امریکايي اشغال پر وړاندې مبارزې په ډکر کې فعال پاتې شوی دی. په میدان وردګو، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست ولایتونو او د هېواد په نورو برخو کې یې بېلا بېل نظامي، تربیتي او فرهنګي فعالیتونه کړي دي. د پوهنتون له فراغت وروسته د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستیو کې د ا.ا.ا د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د عالي تحصیلاتو ادارې د جنوب ختیځې حلقې (لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست) ولایتونو د مسئول په توګه وګمارل شو. کله چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د یادې ادارې کارونه له سره تنظیم او پراخه شول، نوموړی بیا هم د یادو ولایتونو د مسئول په توګه پاتې او دنده یې ترسره کوله، چې تقریباً له دوه نیم کلن خدمت وروسته د عالي تحصیلاتو ادارې د مرکزي اداري مسئول په توګه تعین او د هېواد تر بشپړې فتحې پورې په همدې خدمت کې پاتې شو.

د هېواد له بشپړې فتحې وروسته انجینر سید اسماعیل "روحاني" د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د سرپرست معین په حیث دنده پیل کړه او پوره څوارلس میاشتې یې یادې چارې په پوره بریالیتوب تر سره کړې. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د وخت د سرپرست وزیر په نه شتون کې څو ځله د یاد وزارت سرپرستي هم کړې ده او د محصلانو چارو معینت سربېره د خصوصي محصلانو چارو ریاست او د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په توګه دندې ترسره کړي دي. په لوړو زده کړو وزارت کې تقریباً له دوه کلن خدمت وروسته د ضرورت په اساس د یاد وزارت د قدرمن مقام د وړاندیز او ریاست الوزرا د عالي مقام په حکم د شیخ زاید پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس په توګه وګمارل شو، چې تر دې مهاله د یاد پوهنتون د علمي چارو معاونیت چارې په مؤثره او نوښتګره توګه پر مخ وړي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د یاونې وړ ده، چې نوموړی د محصلۍ پر مهال هم په شیخ زاید پوهنتون کې د ا.ا.ا د عالي تحصیلاتو ادارې اړوند د محصلینو په شوری کې فعال غړی پاتې شوی او لس کاله یې له ا.ا.ا سره د لوړو زده کړو په برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي.