د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه
د پوهنځی ریس
لرلید او رسالت
د پوهنځی څانګې
د پوهنځی استادان
د شرعياتو پوهنځی لنډه تاريخچه
شرعیاتوپوهنځی په پوهنتون کې د روح حیثیت لري؛ شرعياتو پوهنځی کله چې په ۱۳۸۱هـ. ل کال کې افغان پوهنتون د کوزې پښتونخوا څخه د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي په حکم سره خوست ولایت ته را نقل شو ، نو شرعیاتو پوهنځی یې په خپل تشکیل کې درلوده، چې نوموړي پوهنځی یوازې د فقهې او قانون څانګه درلوده. د ځینو مشکلاتو پر اساس نوموړي پوهنځی د حقوقو او اداره او تجارت څانګو له یو ځای کېدو څخه یوه پوهنځی تشکیل شوه، چې په ۱۳۸۹ هـ. ل کال کې د شیخ زاید پوهنتون په وړاندیز هر یوه څانګه په خپلواکه پوهنځی تبدیل شوه. په دې سره د شرعیاتو پوهنځی په مستقل ډول تر نننۍ نېټې ورځ تربلې نوښتونه او پرمختګونه کوي، چې په ۱۳۹۰ هـ. ل. کال کې دويم فارغ ورکونکی ديپارټمنټ د اسلامي تعلیماتو په نوم د وزارت مقام له خوا منظور او په ۱۳۹۱هـ. ل کال کې مو عملًا په رسمي ډول پیل کړ.
د دې ترڅنګ درېیم غير فارغ ده د اسلامي ثقافت څانګه ده، چې استادان يې د پوهنتون شموله مضامینو تدریس پرغاړه لري. دا څانګه له لومړی ورځې شتون لري اوس هم د پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت لري او د استادانو تشکيل يې پر زياتېدو دی. شرعیاتو پوهنځی اوس مهال (۲۰ )تنه استادان لري، چې په روان کال کې به د څلورو تنو نورو استادانو د جذب غوښتنه هم وشي. د دغو استادانو له ډلې څخه (۱۸) کسه یې ماسټران دي، چې له نيکه مرغه درې تنه استادان د کتورا لپاره تللي دي. او (۲) کسه یې د لیسانس تحصیلي درجې لري، چې اوس مهال په کابل کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي. د شرعیاتو پوهنځی مشرتابه په دوامداره توګه هڅې کوي څو د خپلو استادانو د علمي سويې د لوړوالي په خاطر استادان د ماسترۍ او دکتورا لپاره ولېږي؛ څو د پوهنځی په مسلکي ډول ظرفیتونه لوړ شي، په همدې هيله.
د شرعياتو پوهنځي راتلونکې پلانونه
- شرعياتو پوهنځی به تل هڅه کوي، چې خپل استادان دکتوران کړي؛ څو د شرعياتو پوهنځی په داخل کې د ماسټرۍ برنامه ولري او د هېواد نورو پوهنتونو په څېر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
- د محصلانو د فراغت، زده کړو او لاسته راوړنو په برخه کی به پوهنځی زیاته پاملرنه وکړي؛ پوهنځی به په همېشني توګه هڅه کوي، چې د تدریس په کیفیت کې بهبود راولي او د محصلينو لاسته راوړنې به حمایت او تشویق کړي.
- دپوهنځی رييس او استادان به د تېر په څېر په منظم ډول خپلو دندو ته دوام ورکوي، قوانین او مقررات به حتی الوسع پلی کوي. او د پوهنتون د پرمختیا لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې کوي، دا کار به په دوامدار ډول صورت نیسي.
- د شرعياتو پوهنځی لپاره به په راتلونکې کی لایق، په معیار پوره، وړ، ماسټر او دکتور استادان پيدا کوي.
- د اکادمیکې ازادۍ تطبیق به په پوهنځی کی ترویجوی او حمایت به یې کوي؛ البته د قانون په چوکاټ کې، استادان به د خپلو مسوولیتونو، مکلفیتونو او صلاحیتونو څخه خبر وي.
- د محصلينو لاسته راوړنې به د لوایحو مطابق په منظم ډول ارزیابی کېږي، ارزونې به په عادلانه ډول سرته رسېږي او د هر ډول تعصباتو پر ضد به مبارزه کېږي.
- محصلينو ته به لازمې مشورې ورکول کېږي او کوښښ به کېږي، چی کوچنیو، کوچنیو ګروپونو ته رهنما استادان وټاکل شي. په همدې ډول د صحت، رهایش او اسایش په برخه کې به دوی ته پاملرنه کېږي.
- د شرعياتو پوهنځی کتابتون به لا غني کوي؛ څو د محصلانو او استادانو د تحقيق په برخه کې اسانتياوې لا پراخه شي.
- پوهنځی به هڅه وکړي، چی د ټولنې د اړتياوو سره سم با کیفیته فارغين ټولنې ته وړاندې کړي؛ څو د ټولنې په درد وخوري او همدارنګه به په هغو برخو کې تحقیق او ریسرچ ته تشویق شي، چی د ټولنې او ملي اقتصاد د منابعو ښکاروندویي وکړي.
- استادان به وهڅول شي چې نوښت او ابتکارات وکړي، تالیفات، ژباړې او علمي مقالې نشر کړي د تحقیق او ریسرچ په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د نورو اثارو د جعل او کاپي کولو څخه ډډه وکړي.
- شرعياتو پوهنځی به هڅه وکړي، چې د پوهنتون او لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د عربي نړۍ له معتمدو پوهنځيو سره تواميت لاسليک کړي.
- شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې څېړنيزه او علمي مجله ولري؛ څو د استادانو علمي مقالې په همدې مجله کې نشر شي.
- شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې د محصلينو د وړتيا او استعدادونو د لا ودې لپاره تمثيلي محکمه او حقوقي کلينيک ولري.