مالي او اداري چارو مرستیال
مالي او ادراي چارو مرستیال
محترم مفتي عزت نور
ګرځنده شمیره: 0777546822
بریښنالیک: ezatnoorshhab@gmail.com
معاون صاحب لنډه پېژندنه
پوهنمل مفتي عزت نور ولد بادشاه الدين ولدیت حلیم الدین چې د خوست ولایت دوه منده ولسوالۍ په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني دنیا ته په کال 1374/02/01 هـ ـش سترګې غړولي دي
ښاغلی مفتی صاحب في الحال د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالی اړوند د ښکری ځدراڼو کلي کې اوسیږي.
ښاغلی مفتی صاحب خپلې ابتدایه زده کړې د خوست په مختلفو مدارسو کې ترسره کړي او د دورة الحدیث فراعت یې د جامعه ابن عباس مندوزي خوست څخه په ١٤٣٨/ رجب المرجب/١٨ هـــ ق کال کې په ممتاز درجه د کادري نمرو په درلودو سره ترلاسه کړ.
نوموړي د فراعت وروسته په جامعه شفاء العلیل کې تخصص في الفقه الإسلامی ترسره کړ ، د تخصص في الفقه څخه وروسته پاکستان کراچی ته ولاړ او هلته یې لومړي د أدب العربی تخصص په جامعه ابن عباس کې کې وکړ، چې وروسته یې متصل د کراچۍ په مشهوره جامعه جامعة العلوم الإسلامية علامه محمد یوسف بنوري ټاون کې دوه کاله تخصص في علوم الحدیث په کامیابی سره سرته ورسولو.
ښاغلي مفتی صاحب د تخصصاتو د فراغت وروسته د خوست په جامعه ابن عباس مندوزیو کې په دارالافتاء کې د خلکو د مسائلو د حل ترڅنګ د تخصص في الحدیث او تخصص في الفقه کې د استاذ په صفت خدمت شروع کړ.
وروسته د کابل دیني تخصصاتو په مرکزي جامعه عبد الله بن مسعود کې د( تخصص في الحدیث وعلومه) کې د یاد تخصص مشرف (آمر) او استاذ په حیث خپل خدمت شروع کړ.
جناب مفتي صاحب د تدریس ترڅنګ د خپلې علمي شتمنۍ د بډاینې په موخه دافغان نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي اقتصاد او بانکوالی دوکتورا څانګې ته چې د امتحاناتو ملي اداري لخوا رقابتي ازموینه اعلان شویوه امتحان ور کړ چې لله الحمد په لوړو نمرو یادې څانګې ته د دوکتورا لپآره بریالی شو چې اوس مهال د دوکتورا تیزس(رسالې) د لیکلو په دوران کې خپله تحصیلي دوره مخته وړي.
نوموړي دکابل په یاده جامعه کې د دوه کلن خدمت وروسته د مشرانو په شفقت او حسن ظن باندې د خوست د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه پشنهاد او د رئیس الوزراء لطرفه منظور شو، نوموړی د یاد پوهنتون د اداري مرستیالی ترڅنګ د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او أصول فقه په څانګه کې د استاذ په صفت خپل خدمت مخته وړي.
باید یادونه وشي چې دژبو مهارتونو کې ښآغلی مفتی صاحب محترم د پښتو ژبې ترڅنګ په دری او عربی او اردو ژبو مکمل مهارت لري او د کمپیوټرپه برخه کې د ادارې اړوند پروګرامونو سره اشنايي لري.
ښاغلی مفتي صاحب یوشمیر علمي اثار هم لري چې په لاندې توګه یې یادولی شو:
د مالي او اداري معاونيت تشکیل
شمېره | نوم | تخلص | رتبه | دنده | اړیکه | ||
---|---|---|---|---|---|---|---|
۱ | مفتي عزت نور | نوري | پوهنمل | مالي او اداري مرستيال | 0777546822 | ezatnoorshhab@gmail.com | |
۲ | شکيرین | کارګر | . | مالي او اداري معاونيت اجرائیه مدیر | 0775678515 | Shakireenkargar@gmail.com |
اړوند تشکیل
شمېره |
آمریتونه |
چټک لینکونه |
---|---|---|
۱ |
نشراتو او عامه اړیکو آمريت |
|
۲ |
کارکوونکو چارو آمريت |
|
۳ |
مالي او حسابي چارو آمريت |
|
۴ |
معلوماتي ټکنالوژي آمريت |
|
۵ |
تهیه او تدارکاتو آمريت |
|
۶ |
خدماتو آمريت |
|
۷ |
دلیلیې عمومي مدیريت |