انجينري پوهنـــځي تاريخچه

د انجينري پوهنځي تاريخچه
انجينري پوهنځی د افغان پوهنتون په چوکاټ کې د کوزې پښتونخوا د پيښور په ښار کې د۱۹۹۹م کال د اپريل په۲۸ چې د ثورنهمي۱۳۷۸ه ش کال سره سمون لري فعاليت پيل کړ. د خوست د شريفو خلکو د پرله پسې غوښتنو له مخې چې غوښتل يې پدې ولايت کې يو پوهنتون ولري، چې بالاخره د منځ مهالې ادارې د مشر جلاالتماب حامد کرزي د(۲۲۶) ۰/ ۶/ ۱۳۸۱ګڼه ځانګړي فرمان له مخې افغان پوهنتون د ټولو تجهيزاتو،استادانو او کارکونکو سره په تفاهم د هغه تشکيل سره د خوست ولايت ته را انتقال شو، چې د لېږد بهير ېي په ۱۳۸۱ه ش کال د وږي په مياشت کې بشپړشو. هغه مهال د افغان پوهنتون نوم خوست پوهنتون شو او په يو دولتي پوهنتون تبديل شو. د شيخ زايد پوهنتون د تاسيساتو د پاره جمهور رئيس د (۳۴۲۸) ۱۳۸۲/۶/۱۱ ګڼه حکم په اساس (۷۰۰) اوه سوه جريبه ځمکه په واک کې ورکړه، وروسته د افعانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس د (۱۰۲) ۱۳۸۵/۱۰/۲۸ ګڼه فرمان په اساس د شيخ زايد بن سلطان ال نهيان په نوم ونومول شو.
انجينري پوهنځی هغه د لومړي سر څخه په افغان پوهنتون کې فعاليت درلود او بيا نوموړی پوهنځی د خوست پوهنتون په چوکاټ کې په ميخانيکې لېسه کې هم خپل فعاليت سرته رسوه. اوس د شيخ زايد بن سلطان ال نهيان په پوهنتون کې هم فعاله ونډه لري. الحمد الله اوس تدريسي بلاک په اختيار کې لري او فعلا څلور څانګې؛ مهندسي، سېول ،برق او د تخنيکې علوم لري.