د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي تاريخچه

 

Journalism

ژورناليزم پوهنځى له نيكه مرغه د شيخ زايد په پوهنتون كې نسبتاً اوږده سابقه لري؛ اساس او بنسټ يي د مهاجرت په ديار (پيښور) ښار كې د افغانستان مهاجرو له خوا د افغان پوهنتون په چوكاټ كې اېښودل شوی.

د افغانستان مؤقتې ادارې په راتګ سره دخوست ولايت د علم پروره خلكو د بيا بيا غوښتنو او د وخت ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د فرمان په اساس دغه پوهنتون له پيښور څخه خوست ولايت ته را انتقال شو او په خوست پوهنتون ونومول شو. په لومړيو کې ژورناليزم پوهنځی د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې د ديپارتمنټ په بڼه فعاليت کاوه. په ۱۳۹۰ هـ ش كال كې يي د ځانګړي پوهنځيموقف ترلاسه او دوه ډيپارټمنټونه (څانګې) يې ايجاد کړل: مطبوعات او راډيوتلويزون. د وخت غوښتنو او په علمي ساحه کې پرمختګونو ته په پام، د ۱۳۹۵ کال په لومړيو کې په پوهنځي کې بنسټيز تغييرات رامنځ ته شول؛ مطبوعات او راډيو تلويزون څانګې د ژورناليزم ډيپارټمنټ تر نوم لاندې مدغم شوې او د عامه اړيکو په نوم يې نوې څانګه رامنځ ته کړه؛ اوسمهال د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی تر نوم لاندې فعاليت کوي. ياد پوهنځی د ځوان غږ په نوم راډيو لري، چې محصلان په کې تجربوي او تربيوي خپرونې جوړوي. ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی اوسمهال ۱۴ علمي کادرونه لري او تر اوسه (۱۳۹۷) يي دیارلس دورې فارغان ورکړي دي. ياد فارغان د افغانستان په مختلفو ملي او خصوصي رسنيو کې کار کوي. د دې ترڅنګ د ژورناليزم پوهنځي فارغين د هيواد په مختلفو پوهنتونونو کې د استادانو په صفت او همدرانګه په نړيوالو رسنيو کې د ژورنالستانو په حيث کارونه پرمخ وړي

د پوهنځی ریس

د پوهنځی لرلید او رسالت

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادان