د ټولنیزو علومو پوهنځی څانګې

د تاريخ جغرافيې ډيپارټمنټ پيژندنه

د تاريخ او جغرافيې څانګې تاریخچه

د تاريخ او جغرافيې څانګه د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې يوه رسمي څانګه ده، چې د  لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځ ته او بيا په ۱۳۹۳ کال کې د ټولنیزو علومو پوهنځي په تآسیس سره د همدې پوهنځي په رسمي چوکاټ کې ځای پر ځای شوه. دې څانګې تر دې مهاله (۵۲۴) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د تاریخ جغرافيې څانګې لرلید 

د تاريخ جغرافيې څانګه هوډ لري، چې د يو لوړ او باکيفيته سيستم له لارې داسې بشري ځواک وروزي، چې د یو واقعي تدین ترڅنګ، د هېواد د پرمختګ سرلاری، د ملي ګټو ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، ديوې ښې رهبرۍ او مديريت خاوند وي.

د تاریخ جغرافيې څانګې رسالت  

د تاريخ جغرافيې څانګه مسؤليت لري، چې د لوړو زده کړو د انډوليز سيستم له لارې ځوان نسل ته علمي او اکاډميک شرایط برابر کړي او په خپله  برخه کې داسې مسلکي اشخاص وروزي چې د ټولنيزو او سياسي ستونزو په حل کې له ټولنې سره مرسته وکړي او  د هيواد په پرمختګ، ملي یووالي او د ټيکاو په راوستلو کې رغنده وڼده واخلي.

د فلسفې او ټولنپوهنې تاریخچه

 د فلسفې او ټولنپوهنې څانګه  په ۱۳۹۳ هـ ش کال  د ټولنيزو علومو پوهنځي د تآسيس سره  یو ځای تآسيس شوې ده، چې تر اوسه يې په پنځو دورو کې د (228) تنو په تعداد فارغین محصلان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

 

د فلسفې او ټولنپوهنې څانګې لرليد

د فلسفې او ټولنپوهنې څانګه به خپلې ټولنې ته داسې بشري ځواک وروزي چې ملي ارزښتونو ته ژمن، په علمي او مسلکي پوهه سمبال او د يوې ښې رهبرۍ او مديريت خاوند به وي.

د فلسفې او ټولنپوهنې څانګې رسالت

د فلسفې او ټولنپوهنې څانګه مسؤليت لري، چې د افغاني ټولنې د کلتوري شرايطو مطابق داسې مسلکي اشخاص وروزی چې ټولنيز مسايل درک، تحليل او د حل لار ورته پيدا کړي. د هېواد په پرمختګ، ملي يووالي او د ټيکاو په راوستلو کې رغنده ونډه ولري.

د ټولنپوهنې او فلسفې ديپارتمنت پېژندنه

کورپاڼه>>