مخینه

  د خوست ښار لویدیځ لوري په ۶ کلیومترۍ کې موقیعت لري، یاد پوهنتون په ۱۳۷۸ ل.ل کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې تأسیس شوی دی. په هغه وخت کې دا یو خصوصي پوهنتون و، چې د افغان پوهنتون په نوم یادیده، داچې په هېواد کې دننه د زده کړو لپاره زمینه برابره وه، د خلکو او محصلینو غوښتنه وه چې یاد پوهنتون  د خوست ولایت ته، چې د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال لري، ولیږدول شي،  د یاد پوهنتون د زیات تعداد محصلینو او په افغانستان کې دهغوی د دوهم ځل لپاره مېشت کیدوته په کتوسره داسې نظر پيداشو، چې دا پوهنتون دې افغانستان ته انتقال کړل شي.

په افغانستان کې د بیا ودانولو له مخې په  ۱۳۸۱ ل.ل کال کې د خوست ولایت د علماوو، قومي مشرانو، روشنفکرانو، ټولنیزو سازمانونو، ځوانانو، د خوست پخواني والي مرحوم استاد محمد حکیم تڼیوال په هلو ځلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت محترم جمهور رئیس حامد کرزي په ځانګړي پاملرنې سره د ( ۲۲۶ ) ګڼه فرمان له مخې،  خوست ولایت ته انتقال  او په افغانستان کې د یوه رسمي پوهنتون په بڼه یې چارې پیل کړې.

دا چې د ذکرشوي پوهنتون  زیاتره ودانۍ د عربي متحده اماراتو لخوا جوړې شوې، بناً د افغانستان اسلامي جمهوری دولت محترم جمهور رئیس په ځانګړي فرمان سره د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون په نوم سره ونومول شو. د شیخ زاید پوهنتون اوسنۍ ودانۍ چې مصارف یې د عربي متحده اماراتو(UAE) لخوا ورکړل شوي دي، په ۱۲/۲۸ /۱۳۸۶ه ش کال،  چې د 18-03-2008  م نېټې سره سمون لري،  په رسمي ډول د متحده عربي اماراتو د حج او اوقافو وزیر اود امارتو سفارت لوړ رتبه مامورینو، د شیخ زاید پوهنتون پخواني رئیس محترم پوهندوی دوکتورګل حسن ولیزي، د خوست ولایت د هغه وخت والي مرحوم ارسلا جمال او د خوست ولایت قومي مشرانو او روشنفکرانو لخوا افتتاح شوې.

 په لومړي سر کې شیخ زاید پوهنتون څلور پوهنځی، ۱۶۰۰ تنه محصلان ، ۷۵ تنه استادان درلودل اوس مهال ، چې د ۱۳۹۹ کال سره سمون لري د شیخ زاید پوهنتون دولس(۱۲) پوهنځی ۷۴۷۱ تنه محصلان او ۲۲۶ تنه استادان لري.

شیخ زاید پوهنتون په بیلابیلو برخو کې لس (۱۰) کمیټې لري، چې عبارت دي له:  تضمین او کفیت کمېټه، تحقیق کمېټه، ستراتیژیک پلان کمېټه، کادري ازمویني کمېټه، دنشراتو کمېټه، د نصاب کمېټه، E Learning کمېټه، سرسبزي کمېټه، اداري فساد پرضد کمېټه، چاپیریال ساتنې کمېټو څخه. دغه پوهنتون د غوره او معیاري علمي برنامو په پلې کولو سره د هېواد په کچه، د پنځو پوهنتونونو په قطار  کې یو برجسته پوهنتون شمیرل شوی دی.

لرلید رسالت او ارزښتونه

د شيخ زايد پوهنتون لپاره ټاکل شوي لرليد او رسالت په لاندې ډول دي.

لرليد

شیخ زايد پوهنتون يو علمي - څېړنيز مرکز دی، چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن او په پرمختللي پوهه سمبال بشري ځواک په روزلو سره په سيمه ييزه کچه علمي ( اکاډميک) اعتبار لري.

ماموريت

شيخ زايد پوهنتون د علمي او حمايوي بشري قوې پر مټ، د ټولنې اړتياوو او غوښتنو ته په کتو د معياري تدريس، څېړنو، نوښتونو او عصري ټېکنالوژۍ په کارولو سره، داسې انساني ځواک روزي، چې له نړۍ سره د سيالۍ وړتيا ولري، د هيواد او سيمې په اقتصادي وده، ټولنيز پرمختګ، وحدت او ثبات کې رغنده ونډه ولري.

 

 

 

ارزښتونه (Values)

۱. د یوې سپڅلي اسلامي روحیې په شتون وطن پالنه

۲. مــــــــعیاري او باکــــــیفیته لــــــــوړې زده کړې

۳. د څـــــــــیړنې کلــــــتور رامنـــــــځ ته کــــــــول

۴. ســــــــــالــــــــــمه اداره او اغیــــــــزمنه رهبري

۵. اکــــــــــــاډمیــــــــــــــکه ازادي رامــــنځ ته کول

۶. حســـــــــــــــــــــــــــــــاب ورکـــــــــــــــــــــونه

۷. په کـــــــــــــارونو کې شــــفافیت او فساد مخنیوی

۸. لــــــــــــه هــــــــــــــر ډول تبعیض څخه ډډه کول

====================>

د شيخ زايد پوهنتون د ستراتيژيک پلان عمومي کميټې په (۹) پروتوکول او 18/11/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی

 

 

د شيخ زايد پوهنتون د علمي شورا په (13) پروتوکول او 13/12/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی

ستراتيژيکی موخې

  • د مناسب تعلیمي چاپیریال رامنځته کول، چې ټولنې  ته داسې وړ کادرونه وړاندي کړي، چې د مشرتابه مهارتونه او څرګند علمي غوره والی ولري.
  • په علمي څیړنو او پرمختګونو کې د پوهنتون د رهبرۍ رول، په  داسې ډول چې، په پوهې او هنر سره د ټولنې اقتصادي پرمختیا لوړه کړي.
  • د ملي او نړیوالو ځان ارزونې او اعتبارورکولو پروګرامونو له لارې، بنسټیز او علمي غوره والی په ډاګه کول.
  • د کیفیت، موثریت او روڼوالی په نظر کې نیول.
  • په زده کړیز چاپیریال کې د نوي والي، ابتکار او تخلیقیاتو فرهنګ ترویج او لوړول.