په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ډيپارتمنت په حیث ومنل شو او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ټولنيزو علومو پوهنځی د تاريخ جغرافيې، فلسفې او ټولنپوهنې څانګو په رامنځته کولو سره د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپلواکه پوهنځی شو. چې تر دې مهاله یې ډيرې ستونزو او نيمګرتياو سربیره د نهو کلونو په اوږدو کې د پام وړ پرمختګونه درلودل. په تدريسي او ښوونيز بهير کې يې خپلو محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي. د نظري تدريس ترڅنګ يې عملي برخې ته هم پاملرنه کړې ده او هر کال، نږدې په هر سمستر کې یې د محصلانو لپاره د علمي سفرونو، د استادانو او محصلانو له خوا د علمي سمينارونو د وړاندې کولو زمينه مساعده کړي ده.
د پوهنځی رئیس
د پوهنځی استادان
د پوهنځی څانګې
د پوهنځي استادانو علمي څیړنې
د پوهنځی کریکولم