د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی تاریخچه

 دپوهنځی تاریخچه

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د یو علمي- تخصصي نهاد په عنوان د قانون حاکمیت فرهنګ د ترویج او د مسلکي کادرونو د تربئې په موخه  په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې چې،‌ د ۲۰۰۲ میلادي کال سره سمون لري د شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې تشکیل او په فعالیت پیل وکړ.

‌په لومړیو کې په نوموړي پوهنځی کې یوازې د اداره او دیپلوماسی څانګه کې  محصلین روزل کیدل. خو په ۱۳۸۹ کال کې د قضا او څارنوالي څانګه هم تشکیل شوه چې، اوس مهال پدې پوهنځی کې دوې څانګې فعالې دي چې عبارت دي له:‌ اداره - دیپلوماسي او قضا- څارنوالي څخه. د ۱۳۸۲ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پورې هغه محصلین چې نوموړي پوهنځی ته داخلیدل دوه لومړني کالونه به یې په عمومي ډول تعقیب او د دریم کال په پیل کې د انتخاب د حق په لرلو سره په څانګو ویشل‌ کیدل. خو د ۱۳۹۴ کال راپدیخوا د لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ  په اساس د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دواړه څانګې د کانکور ازموینې له لارې اعلان ته سپارل کیږي او هر محصل د خپلې خوښې څانګې په انتخاب کولو سره  نوموړي پوهنځی ته شاملیږي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اداري او درسي چارې د ریاست،‌ معاونیت، تدریسي مدیریت او دیپارتمنتونو په واسطه پر مخ وړل کیږي.‌ اوس مهال په نوموړي پوهنځی کې  ۷۴۳ تنه ‌(۷۳۷ تنه ذکور او ۶ تنه اناث) محصلین  د ۱۳ تنه استادانو تر نظر لاندې په پورته ذکر شویو څانګو کې پر تحصیل  مصروف دي.

د پوهنځی ریس

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادن

 د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او څانګو لرلید