د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تاریخچه

د ژبو او ادبياتو پوهنځي تاريخچه

کله چې پر (۱۳۸۱) لمریز کال شیخ زاید پوهنتون له پېښوره د افغان پوهنتون په نامه خوست ته انتقال شو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي یې نه درلود. له دې وړاندې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یوازې د پښتو ژبې او ادب پر یوې څانګې د هنر او ادب مینه والو خپل ادبي او هنري ذوقونه خړوبول. د پوهې او ادب د مینه والو د هیلو او امیدونو غوټۍ هله ګل شوې، چې له پېښوره افغان پوهنتون په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون په نامه د افغان بچو له پاره د پوهې ډیوې بلې کړې او د ښوونې او روزنې پښتو څانګه یې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي بدله کړه.

          د یاد پوهنتون په چوکاټ کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د یو علمي مرکز په توګه د علم او ادب تږي په (۱۳۹۱) لمریز کال کې په ځان را ټول کړل،  چې د څلورو څانګو ( پښتو، دري، انګلیسي او اردو) په درلودلو یې خپل فعالیت پیل کړ او تېر کال په کې عربي څانګه هم ایجاد شوله . هغه مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ګوته په شمار علمي کادرونه درلودل؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې علمي منزل پر لور چټک مزل پیل کړ. کله چې یاد پوهنخي د پوهې او هنر څراغونه بل کړل؛ نو مینه وال یې تتې رڼا ته ناست وو؛ خو ددې څراغ رڼا دومره ډېره او روښانه شوه، چې تر لرې لرې یې ډېرو ته منزل مقصود پر لور د مزل لارې روښانه کړې. اوس مهال له لنډ مزل وهلو وروسته یاد پوهنځی (۲۷) علمي کادرونه لري، چې د هېواد مختلفوسیمو ته د خپل علم رڼا ویشي.

          سربېره پر دې چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پیله تر دا مهاله په سلګونه ځوانان د علم او پوهې په زېور ښکلي کړي، ورسره یې د خپلو علمي کادرونو ظرفیت لوړونې ته هم جدي پاملرنه کړې ده. دا مهال د یاد پوهنځي کادرونه تر ډېره د ماسترۍ او دوکتورا په کچه زده کړې لري چې ډېر شمېر یې لا هم د زده کړو بهیر څاري. دغه پوهنځی یو تن دوکتور اتلس تنه ماستران، پنځه تنه لسانس او درې تنه د دوکتورا په اخیستو پر زده کړو بوخت دي.

          اوس مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي خپلو محصلانو ته د څانګو په سطحه کوچني کتابتونونه، انټرنیټ، ښه تدریسي او تحصیلي چاپیریال په واک کې ورکړي او استادان په تدریسي چارو کې د معاصرۍ ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي او هڅه کوي، چې په خپلو تدریسي فعالیتونو کې د شاګرد محورۍ او د موخو پربنیاد زده کړې څخه ګټه پورته کړي.

          د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پام کې لري، چې د لا ښه خدمت په موخه د لیکوالۍ او ژباړې مرکزونه جوړ کړي او همدارنګه په پام کې لري، چې د محصلانو د عملي زده کړو په موخه د انټرنشيپ برنامه په نېږدې راتلونکې کې پیل کړي او همدارنګه د پوهنځي اداره د پوهنتون او د وزارت د رهبرۍ پرمټ د پښتو ماسټري برنامه په نېږدې راتلونکې کې د پيل هوډ لري.

د پوهنځی ریس

لرلید او رسالت

د پوهنځی څانګې

اهداف:

ژبو او ادبياتو پوهنځي اداري جوړښت

د پوهنځی استادان

تدريسي مديريت

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلين

پته: