د شیخ الحدیث رئيس شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني ژوندلیک

 

په اسلامي تاریخ کې تل داسې شخصیتونه شتون لري چې د علم، تقوا، او خدمت په وسیله یې د اسلامي امت د لارښوونې لپاره رڼا خپره کړې ده. یو له دغو مبارکو شخصیتونو څخه شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني دی، چې د خپلې علمي وړتیا، روحاني عظمت، او د تدریس د بې ساري خدمتونو په برکت یې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې ځانګړی ځای ترلاسه کړی.

محترم شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني د حاجي غلام رسول زوی او د محمد ملوک لمسی، چې په( ۱۳۴۷) هـ ش کال د جدي مياشتې په پنځلسم د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د دهزورسفلي کلي په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

مولوي محمدنسیم حقاني خپلې لومړنۍ دیني زده کړې د خپل کلي په مدرسه کې پیل کړې او پاتې ديني زده کړې يې په جامعه منهاج العلوم ناریاب پاکستان کې د عالیه دورې په توګه بشپړې کړې. عالميه دوره یې په مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې په (۱۴۲۰) هـ. ق کال کې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې. سربېره پر دې، نوموړي د قرآن کریم د حفظ او قرائت سندونه او په اسلامي علومو کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی دی.

د نوموړي په علمي وده کې د مشهورو استادانو ځانګړی لاس و، د هغو له ډلې څخه عبارت دي له:
شیخ الحدیث مولانا محمداسماعیل صاحب، مولوي غلام محی الدین صاحب ، مولوي نصرالدین صاحب ، دوکتور شیخ الحدیث شیرعلي شاه صاحب ، مولانا سمیع الحق صاحب ، مولانا انورالحق صاحب ، مغفورالله بابا صاحب ، مفتي سیف الله صاحب ، شهید مولانا نصیب خان صاحب ، شیخ الحدیث مفتي محمد زاهد عزیز خیل صاحب ، مولانا شیر بهادر صاحب ، مولانا سیدقریش صاحب ، حاجي عنایت الله عبرګۍ اخندزاده صاحب ، او مولانا معین الدین صاحب.

مولوي محمدنسیم حقاني د علمي ډګر یو روښانه ستوری دی. هغه (۲۴) څلورويشت کاله دوره حديث او فنون درس د افغانستان او پاکستان په مختلفو مدرسو کې تدریس کړی دی. د هغه تدریس نه یوازې زده کوونکي د علم په ګاڼه سمبال کړل، بلکې د امت لپاره یې د اسلامي علومو د نشر او ساتنې په برخه کې مهم رول ولوباوه.

شيخ  صاحب محمدنسیم حقاني د جهادي خدماتو په برخه کې هم ځانګړی مقام لري. د فتحې څخه مخکې د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ د برق مسؤل پاتې شوی، په مالي برخه کې یې کار کړی، او د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو په قضا کې یې د مفتي، قاضي او محرر په صفت دندې ترسره کړې دي.

د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنیدو وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله په ځانګړي حکم، شيخ صاحب محمدنسیم حقاني د هلمند پوهنتون د رئیس وټاکل شو. د يو کال شپږ مياشتې بريالي ماموريت وروسته د عاليقدر اميرالمومنين د (۵۷۴) ګڼه حکم په اساس د شیخ زاید پوهنتون د رئیس په توګه وګمارل شو، چې تر اوسه پورې د دې ستر علمي مرکز د مشرتابه دروند مسؤلیت په غاړه لري.

شیخ الحدیث مولوي محمدنسیم حقاني نه یوازې یو عالم، بلکې د امت لپاره د روحاني لارښوونې یو ژوندي مثال دی. د هغه تدریسي او علمي هڅې، د ټولنې د سمون لپاره مخلصانه خدمات، او د اسلامي علومو په ډګر کې بې ساري کارونه د اسلامي نړۍ لپاره د تلپاتې الهام سرچینه ګڼل کېږي. د نوموړي ژوندلیک د علم، تقوا، او اخلاص یو روښانه انځور دی، چې د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارښوونې او برکت یوه نه ختمېدونکې سرچینه وي.