د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ صاحب محمد یعقوب نیازي د پوهنتون اداري کارکوونکو سره د پېژندنې او همغږۍ ناسته تر سره کړه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۴:۵۲
visiting of Shaikh M Yaqoob Niazi

د شيخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ صاحب محمد یعقوب نيازي د یوې ناستې په ترڅ کې د پوهنتون اداري کارکوونکو سره د پېژندنې او همغږۍ ناسته تر سره کړه.

 

یاده ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس سربېره د پوهنتون معاونینو، د بېلا بېلو برخو آمرينو، تدریسي او اداري عمومي مدیرانو او مامورینو ګډون درلود.

ناسته د کلام الله د څو سپېڅلو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ د بېلا بېلو برخو مامورينو خپل ځانونه معرفي کړل، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي نيازي عالمانه او هر اړخيزې خبرې وکړې او ویې ويل؛ چې تل انقلابونه د یو ملک حکومتونو ته تغير ورکوي، خو خلک هماغه خلک وي، ملک ته په شریکه د یو ګډ هدف په لوري حرکت ورکوي، دا هغه وخت امکان لري چې ټول یو بل سره د همکارۍ او اخلاص له مخې کار وکړو. نوموړي وویل؛ چې ستاسو هره معقوله غوښتنه او پېشنهاد چې د پوهنتون د پرمختګ او آبادۍ لپاره مهم وي، په ورين تندي به ومنل شي.

administrative staff of szu

ښاغلي نيازي د مامورینو څخه صمیمانه هيله وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو مطابق خپل مسؤلیتونه په ښه شان سره پرمخ یوسئ او د هر ډول سستۍ او غفلت څخه په کلکه ځانونه وساتئ، تر څو د علم دغه ستر کور چارې د ځنډ او خنډ سره مخامخ نشي.

dd

ss

 

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون کارکونکو سره ناسته وشوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سرطان مياشتې پنځمه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ذوالحجې مياشتې له ۱۸مې نيټې سره سمون لري، په تدریسي روغتون کې د پوهنتون رهبري او د یاد روغتون کارکونکو تر منځ ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د مدني دعواوو پېژندنې څرنګوالي تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو او حقوق پوهنځيو محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه د مدني دعواوو پېژندنې څرنګوالي تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو. یاد ورکشاپ کې د دواړو پوهنځيو

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت او د محصلانو د سمون او انسجام آمریت لخوا د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي وروستي کال محصلانو لپاره د ظرفیت لوړونې په درېیو برخو کې سیمینارونه. . .

BACK TO NEWS