د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ صاحب محمد یعقوب نیازي د پوهنتون اداري کارکوونکو سره د پېژندنې او همغږۍ ناسته تر سره کړه.

szu_admin
أحد, ديسمبر 18 2022 2:52 مساء
visiting of Shaikh M Yaqoob Niazi

د شيخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ صاحب محمد یعقوب نيازي د یوې ناستې په ترڅ کې د پوهنتون اداري کارکوونکو سره د پېژندنې او همغږۍ ناسته تر سره کړه.

 

یاده ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس سربېره د پوهنتون معاونینو، د بېلا بېلو برخو آمرينو، تدریسي او اداري عمومي مدیرانو او مامورینو ګډون درلود.

ناسته د کلام الله د څو سپېڅلو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ د بېلا بېلو برخو مامورينو خپل ځانونه معرفي کړل، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي نيازي عالمانه او هر اړخيزې خبرې وکړې او ویې ويل؛ چې تل انقلابونه د یو ملک حکومتونو ته تغير ورکوي، خو خلک هماغه خلک وي، ملک ته په شریکه د یو ګډ هدف په لوري حرکت ورکوي، دا هغه وخت امکان لري چې ټول یو بل سره د همکارۍ او اخلاص له مخې کار وکړو. نوموړي وویل؛ چې ستاسو هره معقوله غوښتنه او پېشنهاد چې د پوهنتون د پرمختګ او آبادۍ لپاره مهم وي، په ورين تندي به ومنل شي.

administrative staff of szu

ښاغلي نيازي د مامورینو څخه صمیمانه هيله وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو مطابق خپل مسؤلیتونه په ښه شان سره پرمخ یوسئ او د هر ډول سستۍ او غفلت څخه په کلکه ځانونه وساتئ، تر څو د علم دغه ستر کور چارې د ځنډ او خنډ سره مخامخ نشي.

dd

ss

 

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت

 

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS