د خزاني سمستر د پای آزموینې پیل شوې.
د شيخ زايد پوهنتون خزاني سمستر د ټولو پوهنځیو د پای آزموینې پیل شوې، چې د ازموینو له صحنو څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب چې د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا لېدنه وکړه.
د يادې لېدنې او څارنې په ترڅ کې د بېلا بېلو پوهنځيو د ازموینو صحنو او پوښتنو ارزولو تر څنګ، د دوی غوښتنې او مشکلات واورېدل شول او د حل لپاره ډاډ ورکړل شو، همدارنګه اړوندو پوهنځيو مسؤلينو او استادانو ته د ازموینو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
ورځ: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الأخرة ۱۷مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د قوس اوومه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
