دشیخ زایدپوهنتون اړوند دطبعي علومو ملي سمپوزیم

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۱:۳۷
Journal

د طبيعي علومو ملي سمپوزیم
National Symposium of Natural Science   
شیـــــــخ زاید پوهـــــــــنتون 
خـــــوست افغانستان
 

د سمپوزيم رسالت: د سمپوزيم رسالت، د طبيعي علومو په برخه کې نويو پرمختګونو ته کتنه او په دې اړونده په ملي سطحه د څيړونکو نظرياتو او افکارو تبادلې ته شامليږي.
د سمپوزیم اهداف: 
1.    ياد سمپوزيم به په افغانستان کې د طبيعي علومو په برخه کې د علمي څيړنو د پرمختګ په پار د لومړي ګام په توګه د نورو ورته علمي ناستو لپاره لاره پرانيزي.
2.    ياد سمپوزيم به د طبيعي علومو په برخه کې د علمي څيړنو د پرمختيا او لا بډايه توب په موخه د سيمې او نړۍ د هيوادونو د اړونده برخې د متخصصينو سره د اړيکو پيلامه وي. 
3.    د یاد کنفرانس ټولې منل شوي مقالې به د شیخ زاید پوهنتون په نوي ایجادیدونکي علمي ژورنال کې نشر ته سپارل کیږي او د یاد ژورنال د پیل لپاره به لمړنی عملي ګام وي. 
4.    په یاد کنفرانس کې به د هیواد په کچه د ټولو لویو پوهنتونونو محققین ونډه اخلي اود یادو محققینو لپاره د لمړنیو اړیکو د ایجاد زمینه سازي کوي چې د ساینس په ډګر کې به د لوی پرمختګ پیل وي. 
5.    په تدریجي توګه دهیواد پوهنتونو د نړیوال کیدو په موخه به د کنفراس ټولې مقالې د شیخ زاید پوهنتون په نړیوال ژورنال کې په انګلیسي ژبه نشرکیږي.


په سمپوزيم کې اړونده مقالې د طبيعي علومو لاندې برخو ته شامليږي:


I.    Engineering 
II.     Agriculture 
III.    Chemistry & Biology
IV.    Math, Physics, Computer. Sci.
V.    Medicine, Health Sci., Veterinary. Sci

د علمي څیړنیزو مقالو د وړاندې کولو ډول:  په سمپوزیم کې ټولې علمي تحقیقي مقالې به د علمي پریزینټیشنونو په توګه ارایه کیږي
د سمپوزیم موده:  په ټوله کې درې ورځي په بر کې نیسي( دوه ورځې به د محققینود رجسټریشن او د مقالو د وړاندې کولو لپاره او یوه ورځ به  په خوست ولایت کې د تاریخي ځایونو لیدلو لپاره ځانګړي شوي وي). 
د سمپوزیم ځای: د خوست شیخ زاید پوهنتون 
د مقالو د ثبت نیټه: د نوموړي سمپوزیم لپاره مقالې د 15th –Dec-2022  نیټې پورې  منل کیږي.
دمقالو ډول: ټول محققین مکلف دي چې خپلې مقالې د2-4 صفحوپورې د ترتیب شوي  فارمټ مطابق  تکمیل او  برابرې کړي.
اړیکې:
د کنفرانس  د  مسول  اړیکه:
پوهندوي دوکتوراجمل ولي
ایمیل: ajmal_hilal@yahoo.com 
تیلیفون: 0774 792448
د مقالو د لیږلو او د سمپوزیم اړوندپوښتنو لپاره لاندې برښنا لیک ته ایمیل ولیګی : nashrat@gmail.com 
 

Documents

paper-templete

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

احتکار د اسلامي شریعت په رڼا کې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د احتکار پېژندنه، اهداف، د مسلمان تجار مهم خصلتونه، د احتکار څخه ځان ساتنه، د احتکار حکم او احتکار د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۳۷
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کانکور ازموینې نوماندانو د بايومتريک لړۍ پيل شوه.

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د خوست ولايت د ( عمومي، اختصاصي او دیني مدارسو) فارغانو څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ پيل شوه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

BACK TO NEWS