له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.
د طبي، ټولنيزو، طبیعي انجنيري او ټکنالوژیکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.
په دغه کنفرانس کې چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو سربېره د خوست ولایت خصوصي پوهنتونونو استادان هم برخه لري، نن په لومړۍ ورځ پکې د اوستیوپروزيس او د ښکتنۍ ملا دردونو تر منځ اړيکه، د هیموډیالایزس فزیولوژیک بنسټونه، د ماشومانو میوکارډایټیس او نوي پرمختګونه، د وینې روتین (CBC) معایناتو کلینیکي تفسیر، په ماشومانو کې د نفراټيک سنډروم درملنه، د خارجي بواسيرو درملنه، داخل شزني انټيوبېشن اختلاطات، د امیدوارۍ په دوران کې د مور او جنین پر روغتیا د چاغښت ارزونه، د غواګانو د هضمي سیستم فزیولوژي، د خوست ولایت مرکز اړوند سیمو په وزو کې د بابیزیا ناروغۍ د واقعاتو څېړنه موضوعاتو باندې د تر سره شويو څېړنو پايلو له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.
په کنفرانس کې په يادو موضوعاتو باندې د څېړنو تر سره کېدو اهداف، پایلې او د څېړنو پر بنسټ د يادو موضوعاتو اړوند وړانديزونه ارایه شول، تر څو د لا ښه والي په موخه په راتلونکي کې عملي اقدامات ترسره شي.
د ياد علمي څېړنيز کنفرانس په راتلونکو ورځو کې به د قبرونو زيارت حکم د اسلامي شريعت په رڼا کې، د ا.ا د لومړۍ دورې مطبوعاتو ته تاریخي او تحلیلي کتنه، د انلاین ژورنالېزم ننګونې او فرصتونه، د سلما بند د اقتصادي اغېزو څېړنه، په شاګردانو کې د زدهکړې د انګېزې د رامنځته کېدو د عواملو مطالعه، د وقفي ځمکو او اجناسو پېژندنه او د ساتنې احکام يې د اسلامي شريعت په رڼا کې، په اسلامي شریعت کې محصلینو ته د عادلانه نمرو ورکولو اهمیت او حکم، په اسلامي شریعت کې محصلینو ته د عادلانه نمرو ورکولو اهمیت او حکم، پر زده کړه د درسي ټولګي مديريت اغېزې، د PWR او BWR هستوي ریاکتورونو پرتله کول، د رانګ- کوتا په طریقه د لومړی مرتبه معمولي تفاضلي معادلو عددي حل، په کاري ساحه کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د فارغو شویو محصلینو په وسیله د نصاب او تدریسي کیفیت ارزونه همدارنګه د انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې تر سره شویو څېړنو پايلې د ځمکې اندوجیني ډینامیک، د خوست کاروان سرای سرک د فرش ویجاړتیاوې او لاملونه یې، د پایداره ساختماني موادو په توګه په کانکریټو کې د ناریال پوټکو کارولو ارزونه، د معموره يي ودانيو زلزلييز فعالیت لوړول، د اوبو په طبیعي دوران د ښاري پراختیا اغېزې، په معمولي کانکریټو کې د حرارتي انقباض رامنځته کېدو فزیکي میکانیزمونه او د کنټرول لارې، د وېب پروګرامینګ په تدریسي بهیر کې د انټرنیټي ټکنالوژیو د عملي کارونې اغېزې، د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو پر زده کړییزو فعالیتونو د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اغېزې، د کلاوډ کمپيوټېنګ امنیتي ګواښونه او د مخنیوي ستراتیژۍ، د ژورې او ماشین زده کړې له لارې د افغانستان د موټرو نمبر پلېټونو د الفانومریکي تورو طبقه بندي تر عنوانونو لاندې موضوعاتو باندې په تر سره شويو موضوعاتو باندې د څېړنو پایلې به د ښکېلو خواوو سره شریکې شي.
د يادولو وړ ده چې دغه کنفرانس د علمي څېړنو معاونیت له لوري د مسلکي پرمختيا مرکز سره په همغږۍ برابر شوی دی، چې درې ورځې به دوام وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر۴ مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۲۸مه
۲۰۲۶ م کال د جولای ۱۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
