د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
دذلربزیطب

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
 د پیل په وینا کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د یاد ورکشاپ په اهمیت او موخو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د وخت پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، د بریا او ناکامۍ تر ټولو مهم راز د وخت په سم مدیریت او پر وخت حاضرېدو کې نغښتی دی.
ټاکل شوې ده چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې د پلان جوړونې اصول، د کاري پلان پېژندنه، سرچينې، ګټې، موخې، د کاري پلان برخې، نظارت، ارزونه، راپور لیکلو، دفتري مهارتونه، اسنادو مدیریت او نور اړوند موضوعات په نظري او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې شي.
یاد ورکشاپ د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري معاونیت له لوري د اداري کارکوونکو د وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه تنظیم شوی دی، چې د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت یې د تدریس او وړاندې کولو چارې پر مخ وړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر څلورمه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۲۸مه
 ۲۰۲۶ م کال د جولای ۱۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS