په شیخ زاید پوهنتون کې د اداري کارمندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۱۷
exam

په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، علمي، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو ګډون کړی و.

exam

غونډه د محصلانو چارو مرستیال مجاهد همت یار لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په سر کې د شیخ زاید پوهنتون اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد د ښه راغلاست تر څنګ په خبرو کې ټینګار سره د ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه څوګ چې پوره اطمینان لري، چې سوالونه حل یې کړيدي خو بریالۍ شوي نه دي، کولای شي چې ریاست مقام ته عارض شي.

د یادولو ده، چې یادې ازموینې لپاره ۳۳۰ کسانو ثبت نام کړی و چې له جملې څخه یې ۲۸۷ شارټ لیست او ۱۰ تنه جذب کیږي.

exam

د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل په دې هڅه کې ده، چې استعداد لرونکي، صادق او تقوا لرونکي اشخاص په کار وګماري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ اصلاحي سیمینار پیل شو.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳. . .

BACK TO NEWS