په شیخ زاید پوهنتون کې د اداري کارمندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

szu_admin
Wed, Jul 06 2022 2:17 PM
exam

په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، علمي، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو ګډون کړی و.

exam

غونډه د محصلانو چارو مرستیال مجاهد همت یار لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په سر کې د شیخ زاید پوهنتون اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد د ښه راغلاست تر څنګ په خبرو کې ټینګار سره د ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه څوګ چې پوره اطمینان لري، چې سوالونه حل یې کړيدي خو بریالۍ شوي نه دي، کولای شي چې ریاست مقام ته عارض شي.

د یادولو ده، چې یادې ازموینې لپاره ۳۳۰ کسانو ثبت نام کړی و چې له جملې څخه یې ۲۸۷ شارټ لیست او ۱۰ تنه جذب کیږي.

exam

د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل په دې هڅه کې ده، چې استعداد لرونکي، صادق او تقوا لرونکي اشخاص په کار وګماري.

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS