د خواشینۍ او تسلیت پیغام

szu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۱
Dr. Gul Hassan Walizai

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شېخ زاید پوهنتون پخوانی ریس او د لوړو زده کړو وزارت پخوانی اداري معین او استاد  دوکتور ګل حسن ولیزی، د ور پېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته و سپاره.

ان الله وانا الیه راجعون!
د شیخ زاید پوهنتون رهبري او پرسونل پدې درانه غم کې ځان د دوی کورنۍ او دوستانو سره شریک بولي. لاس په دعا یو چې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جميل صبر په نصیب شه.
د دوکتور ولیزي مړینه د هیواد اکادمیک چاپیریال ته یوه ستره ضایعه ده، خو دده په لاس روزل شوي شاګردان به دغه تشه ډکوي او دده لاره به روښانه ساتي!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS