د خواشینۍ او تسلیت پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شېخ زاید پوهنتون پخوانی ریس او د لوړو زده کړو وزارت پخوانی اداري معین او استاد دوکتور ګل حسن ولیزی، د ور پېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته و سپاره.
ان الله وانا الیه راجعون!
د شیخ زاید پوهنتون رهبري او پرسونل پدې درانه غم کې ځان د دوی کورنۍ او دوستانو سره شریک بولي. لاس په دعا یو چې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې جميل صبر په نصیب شه.
د دوکتور ولیزي مړینه د هیواد اکادمیک چاپیریال ته یوه ستره ضایعه ده، خو دده په لاس روزل شوي شاګردان به دغه تشه ډکوي او دده لاره به روښانه ساتي!