د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
ذرلبعتاتاړداذ

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.
په دغه سمينار کې د ميراث علم اساسات او د متروکې د وېش مهارتونه، د زوی او لورګانو د ميراث حالتونه، د ټاکلو برخو خاوندان او اړوندو نورو موضوعاتو باندې په زړه پورې معلومات وړاندې شول او د سیمينار په پای کې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
ياد سیمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري ترتيب شوی و، چې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدين رحيمزي له لوري وړاندې شو.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام ۲۲مه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۱۸مه
 ۲۰۲۶ م کال د جون اتمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS