محصلانو ته د وثایقو جوړولو تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۴۰
بلرذدداتړدږو

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۴مې نیټې سره یې سمون درلوده، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو ته د وثایقو جوړولو، لیکلو او ترتیبولو تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د وثایقو جوړول، لیکل، ترتیبول، د وثایقو  پېژندنه، د وثایقو ارکان، د وثایقو ډولونه او  یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو باندې معلومات ارایه کړل شول.
ياد سیمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوی و، چې د  مدافع وکیل عبدالفتاح سیار لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۶
Background image

د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت او په روان باندې یې اغېز تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون انجينري، حقوقو او سیاسي علومو، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو محصلانو ګډون کړی و، په لومړۍ برخه کې یې په توکل، د توکل مرتبې او د توکل پیدا. . .

BACK TO NEWS