محصلانو ته د وثایقو جوړولو تر عنوان لاندې سیمينار ورکړل شو.
چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۴مې نیټې سره یې سمون درلوده، د شيخ زايد پوهنتون اداري ودانۍ غونډو په تالار کې د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو ته د وثایقو جوړولو، لیکلو او ترتیبولو تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د وثایقو جوړول، لیکل، ترتیبول، د وثایقو پېژندنه، د وثایقو ارکان، د وثایقو ډولونه او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو باندې معلومات ارایه کړل شول.
ياد سیمينار د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوی و، چې د مدافع وکیل عبدالفتاح سیار لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
