له کتاب سره مينه تر نوم لاندې د فوټبال سياليو پای لوبه ترسره شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۳۲
یبلاذد

چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني مياشتې له ۲۷مې نېټې سره یې سمون درلود، شيخ زاید پوهنتون کې (له کتاب سره مينه) تر سرليک لاندې د فوټبال سيالۍ چې څه موده وړاندې ترتیب شوې وې، پای لوبه یې د طب او اقتصاد پوهنځیو لوبډلو تر منځ تر سره شوه. د پای په مراسمو کې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار سربېره، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.

يادو سيالیو کې ۱۴ لوبډلو ګډون کړی و او پایلوبې ته د طب او اقتصاد پوهنځیو لار ومونده، چې د طب پوهنځي لوبډله وتوانيده چې اقتصاد پوهنځي لوبډلې ته یو د صفر پر وړاندې ماتي ورکړي او د سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

په پای کې غوره لوبغاړو او ګټونکې لوبډلې ته مډالونه، ستاینلیکونه او جايزې ورکړل شوې.

يادې سيالۍ د محصلانو چارو معاونيت له لوري ترتیب شوې وې، چې شاوخوا شل ورځې یې دوام درلود، د سيالیو ترتیبونکو په وینا، چې د دې سيالیو څخه يې هدف د محصلانو ترمنځ پېژندګلوي، له کتاب سره لا ډېره مینه، تفريح، ذهني ارامتيا، درسونو ته د محصلانو هڅول او د يووالي فضاء رامنځته کول و، محصلانو د دغه سيالیو څخه خوښي څرګندوله او فوټبال يې د صحت او ذهني سکون لپاره ګټور ورزش وباله.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS