شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې په اړه د پوهاوي سمینار ورکړل شو

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
szu 1400 budget year

نن ورځ سه شنبه( ۲۸/ثور/۱۴۰۰کال)د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمدخان اڅکزې غونډو په تالار کي د ۱۴۰۰ کال منظورې شوې بودیجې په اړه د شیخ زاید پوهنتون مالي او ادارې چارو مرستیال فیض الله فیض لخوا ترتیب شوی سمینار وړاندې شو.

szu 1400 year budget

په سمینار کې د شیخ زاید پوهنتون علمي او ادارې چارو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، ځینو استادانو او کارمندانو ګډون کړی و، چې د فیض الله فیض لخوا د شیخ زاید پوهنتون د بودیجې د مصرف په اړه معلومات وړاندې شول.

szu 1400 year budget

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه، د ادارې چارو مرستیال په وینا، ۹۹،۹ سلنه په مصرف رسیدلې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د خزاني سمستر د پای آزموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون خزاني سمستر د ټولو پوهنځیو د پای آزموینې پیل شوې، چې د ازموینو له صحنو څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب چې د پوهنتون مرستیالانو یې ملتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۵۳
Background image

نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په اړه يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پراختيا مرکز له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو نويو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې يو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي چاپېريال پوهنې، د طب پوهنځي صغيره جراحي، عمومي داخله او عقلي ـ عصبي، د وترنري علومو غذایي موادو حفظ الصحې او ټکنالوژي، عمومي ښوونې او روزنې، د اقتصاد. . .

BACK TO NEWS