د شیخ زاید پوهنتون شپږمه ګڼه مهالنۍ مجله چاپ شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲۵
دذر بزیظسظ

یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۵مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون شپږمه ګڼه مهالنۍ مجله چاپ شوه.
په دې ګڼه کې؛ د تضمین کیفیت نـ.ــظام ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درېیو غورو مقالو بلل، د نشه یي توکو ضرورونه او د مخنیوي لارې چارې، له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس، ځانګړې مرکه، د شیخ زاید پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ.ش کال لاسته راوړنې، فعالیتونه او نور علمي، ادبي او خبري موضوعات پکې چاپ شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې یاده مهالنۍ مجله د پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند نشراتو او عامه اړیکو آمریت له لوري  ترتیب او چاپ شوه.  
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

BACK TO NEWS