د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالارکې د ژبو ادبیاتو پوهنځي ادبي څپ غونډه ترسره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۰:۱۰
د ادبي څپ کالنۍ غونډه چې مشر مېلمه یې د سیمې په کچه وتلی او منلی شاعر پیرمحمد کاروان و، د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ظاهر شاه زهیر د پرانېستې وینا ترڅنګ مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

یاده ادبي غونډه پردوو برخو وېشل شوې وه، لومړۍ برخه یې د پښتو څانګې څلورم ټولګي محصل انارګل فرهادي پرشعري ټولګه (چې درنه تاو کړمه دا غبرګ لاسونه) مخکتنه وشوه، په لومړي سرکې شاعر پیرمحمد کاروان د کتاب په محتوا هر اړخیزو خبرو ترڅنګ ادبي او هنري اړخ وڅپه.

د ادبي څپ کالنۍ غونډه چې مشر مېلمه یې د سیمې په کچه وتلی او منلی شاعر پیرمحمد کاروان و، د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ظاهر شاه زهیر د پرانېستې وینا ترڅنګ مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې د ژبو ادبیاتو پوهنخي استادانو او محصلانو هریو استاد ګل احمد محبت، استاد ظاهر شاه زهیر، فرهاد الله الحان، تسلیم هلال، نصیر شهاب او بسمل پریادې شعري ټولګې نظرونه ورکړل، د کتاب مثبتې او منفي خواوې یې ګډونوالو ته وروښودې.

د ادبي څپ غونډې دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، چې د مېلمانو شاعرانو ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون او په ځانګړې توګه د ژبو ادبیاتو پوهنځي شاعرانو محصلینو خپل شعرونه واورول.

د شیخ زاید پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي استادان او محصلین هر کال د پوهنتون ادبي څپ کالنۍ غونډه رابولي، چې د سیمي په کچه لیکوالان او شاعران پکې ګډون کوي. د ژبو ادبیاتو پوهنځي او په ځانګړي ډول د پښتو څانګې محصلینو لخوا پکې خاطرات او شعرونه ارایه کیږي.

ادبي څپ ناسته د سرلوړي او اباد افغانستان دوعایی په ویلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د هېواد د لوړو زده کړو ټول بنسټونه موظف دي چې د شته پلاتفارمونو په کارولو سره خپل انلاین درسونه پیل کړي

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر نن په هغه غونډه کې بیان کړ چې د کرونا ویروس ګواښ له امله د محصلینو رخصتیو په بهیر کې د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د تدریس او روزنې پروسې د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۰:۰
Background image

د خواشینۍ او تسلیت پیغام

انالله و انا الیه راجعون! په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شېخ زاید پوهنتون پخوانی رئیس پوهاند محمد رسول باوري ، د ور پېښې ناروغۍ له امله خپل روح حق ته و سپاره.

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې نړیواله اونۍ ونمانځل شوه

نن ورځ پنجشنبې(۱۴۰۰/۳/۲۰) شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د کرنې پوهنځي او د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د ګډې هماهنګۍ په ترڅ ونمانځل شوه.

BACK TO NEWS