د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالارکې د ژبو ادبیاتو پوهنځي ادبي څپ غونډه ترسره شوه.

szu_admin
ثلاثاء, يونيو 08 2021 10:10 صباحا
د ادبي څپ کالنۍ غونډه چې مشر مېلمه یې د سیمې په کچه وتلی او منلی شاعر پیرمحمد کاروان و، د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ظاهر شاه زهیر د پرانېستې وینا ترڅنګ مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

یاده ادبي غونډه پردوو برخو وېشل شوې وه، لومړۍ برخه یې د پښتو څانګې څلورم ټولګي محصل انارګل فرهادي پرشعري ټولګه (چې درنه تاو کړمه دا غبرګ لاسونه) مخکتنه وشوه، په لومړي سرکې شاعر پیرمحمد کاروان د کتاب په محتوا هر اړخیزو خبرو ترڅنګ ادبي او هنري اړخ وڅپه.

د ادبي څپ کالنۍ غونډه چې مشر مېلمه یې د سیمې په کچه وتلی او منلی شاعر پیرمحمد کاروان و، د ژبو ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ظاهر شاه زهیر د پرانېستې وینا ترڅنګ مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

ورپسې د ژبو ادبیاتو پوهنخي استادانو او محصلانو هریو استاد ګل احمد محبت، استاد ظاهر شاه زهیر، فرهاد الله الحان، تسلیم هلال، نصیر شهاب او بسمل پریادې شعري ټولګې نظرونه ورکړل، د کتاب مثبتې او منفي خواوې یې ګډونوالو ته وروښودې.

د ادبي څپ غونډې دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، چې د مېلمانو شاعرانو ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون او په ځانګړې توګه د ژبو ادبیاتو پوهنځي شاعرانو محصلینو خپل شعرونه واورول.

د شیخ زاید پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي استادان او محصلین هر کال د پوهنتون ادبي څپ کالنۍ غونډه رابولي، چې د سیمي په کچه لیکوالان او شاعران پکې ګډون کوي. د ژبو ادبیاتو پوهنځي او په ځانګړي ډول د پښتو څانګې محصلینو لخوا پکې خاطرات او شعرونه ارایه کیږي.

ادبي څپ ناسته د سرلوړي او اباد افغانستان دوعایی په ویلو پای ته ورسیده.

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS