د شیخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۳:۴
یسېزبیز

نن چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل تر مشرۍ لاندې، چې د يادې شورا ټولو غړو حضور درلود، تر سره شوه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت او د علمي چارو مرستیال له لنډې وینا وروسته، د علمي کادر د تقرر پروسې رهنمود، د پوهنتون معاونيتونو، پوهنځیو او تدریسي روغتون سرطبابت په توحیدي راپورونو، د پوهنتون شپږو علمي برنامو دوره یي بیا کتنې، د استادانو په علمي ترفېعاتو، مقرریو او یو شمېر متفرقه مسايلو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

BACK TO NEWS