د شپې پوهنځیو لپاره د کانکور آزموینه واخيستل شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۵:۵۱
dgh

 د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمة الله غونډو په تالار کې د خوست او پکتیا ولایتونو شپنیو پوهنځیو له شاوخوا (۶۰) نوماندانو څخه د کانکور آزموینه واخيستل شوه

د آزموینې لپاره په راټولو شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي او محصلانو چارو معاونينو، د آزموینو ملي ادارې څخه د عبدالماجد ناقد په مشرۍ راغلي پلاوي، د شیخ زايد پوهنتون استادانو او د آزموینې ګډونوالو برخه لرله.

د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار ډاکټر مجاهد همتيار په خپلو خبرو کې د آزموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي او د آزموینې ګډنوالو ته ښه راغلاست ووایه او د آزموینې روڼتیا په اړه یې بشپړ ډاډ ورکړ.

د آزموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي مشر عبدالماجد ناقد په خپلو خبرو کې د شپنیو پوهنځيو کانکور آزموینو په اړه چې نن ورځ به په ټول افغانستان کې واخيستل شي معلومات وړاندې کړل او د نننۍ آزموینې د شفافيت په اړه یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

د يادولو ده چې په شپنیو پوهنځیو کې د جذب په موخه نن ورځ په ننګرهار، کندهار، بلخ، خوست، باميان او کندز ولایتونو په مربوطه پوهنتونونو کې کانکور آزموینه واخيستل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS