د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت او په روان باندې یې اغېز تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۶
mnkjhfvccvd

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون انجينري، حقوقو او سیاسي علومو، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو محصلانو ګډون کړی و، په لومړۍ برخه کې یې په توکل، د توکل مرتبې او د توکل پیدا کولو اسباب، په دویمه برخه کې یې د صبر پېژندنه، ډولونه او په اړه یې نصوص، د بې صبرۍ نقصانات او  همدارنګه د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت باندې بحث وشو.
یاد سیمينار د محصلانو چارو معاونیت له لوري برابر شوی و، چې د شرعياتو پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې استادانو مولوي محمد امین سعیدي او مولوي عبدالرازق هاشمي لخوا وړاندې شو.
نېټه: دوشنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام لسمه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور اوومه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۷مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS