All News
تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.
د شيخ زايد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته دیني ـ اصلاحي یو ورځنی سيمينار وړاندې شو.
په ياد دیني ـ اصلاحي یو ورځني سيمينار کې د اسلامي نـ.ـظام پېژندنه، ارزښت او د نورو نـ.ـظامونو سره یې توپير، د مسلمانانو ضعف لاملونه، د اتحاد او اتفاق ګټې او د تعصب زيانونه، د نفس تزکیه. . .
د شيخ زايد پوهنتون څخه د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ليدنه تر سره کړه.
د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا د شيخ زايد پوهنتون څخه د علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې محصلانو د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي،. . .
د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.
تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.
د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.
د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.
د شیخ زاید پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونو څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې په مرکز کابل کې د يو شمېر اړوندو ادارو. . .
شيخ زايد پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموینه پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د (عمومي، اختصاصي او دیني مدارسو) فارغانو څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموينې دوه ورځنۍ لړۍ نن شيخ زايد پوهنتون کې پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې د پلان. . .
احتکار د اسلامي شریعت په رڼا کې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د احتکار پېژندنه، اهداف، د مسلمان تجار مهم خصلتونه، د احتکار څخه ځان ساتنه، د احتکار حکم او احتکار د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح شو.
