د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
 nnbvhjfgfgf

د شیخ زايد پوهنتنون محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د اوو پوهنځيو ښوونې او روزنې، ژبې او ادبيات، کرنې، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکې، وترنري علومو او ټولنيزو علومو محصلانو لپاره د ظرفيت لوړونې په موخه د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.
په دغه کورس کې  به د مهالویش مطابق د لومړیو ټولګیو محصلان ګډون ولري او د تدریس چارې به یې د کمپیوټر ساينس پوهنځي استادانو له لوري پر مخ يوړل شي.
د يادولو وړ ده د محصلانو معاونیت په پلان کې لري، چې د هر پوهنځي محصلانو ته د خپل مسلک اړوند اړينو موضوعاتو باندې کورسونه او ورکشاپونه داير کړي، چې په دې سره به د محصلانو استعدادونه لوړ او په راتلونکي کې به د دندو پر مهال د ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې ورته ګټور تمام شي.
نېټه: سه شنبه
 ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني دویمه 
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۲۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.

د شیخ زايد پوهنتنون محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د اوو پوهنځيو ښوونې او روزنې، ژبې او ادبيات، کرنې، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکې، وترنري علومو او ټولنيزو علومو محصلانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS