ټولنیزو علومو پوهنځی تاریخچه
د ټولنيزو علومو پوهنځي تاریخچه
په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ډيپارتمنت په حیث ومنل شو او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ټولنيزو علومو پوهنځی د تاريخ جغرافيې، فلسفې او ټولنپوهنې څانګو په رامنځ کولو سره د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپلواکه پوهنځی شو. چې تر دې مهاله یې یې ډيرې ستونزو او نيمګرتياو سربیره د نهو کلونو په اوږدو کې د پام وړ پرمختګونه درلودل. په تدريسي او ښوونيز بهير کې يې خپلو محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي. د نظري تدريس ترڅنګ يې عملي برخې ته هم پاملرنه کړې ده او هر کال، نږدې په هر سمستر کې یې د محصلانو لپاره د علمي سفرونو، د استادانو او محصلانو له خوا د علمي سمينارونو د وړاندې کولو زمينه مساعده کړي ده.
د ټولنيزو علومو پوهنځي تر دې مهاله له دواړو څانګو څخه (۷۵۲) تنه فارغان ټولنې ته دا واضحه ده، چې دوی به د مسلک اړوند خدامات وړاندې کوي د خدمت په موخه وړاندې کړي دي او اوسمهال په دواړو څانګو کې (۱۵۹) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.
د ټولنیزو علومو پوهنځي اداري او اکاډیمیک تشکیل
د پوهنځی لرلید او رسالت