علمي چارو مرستیال
انجینر سید اسماعیل روحاني
علمي چارو مرستیال
ژوندلیک:
محترم پوهنیار عبدالطیف رحیمي د رحیم ګل زوی د سخي لمسی په خټه پښتون، له اره د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي سیمې د اوتړیو کلي په یوه متدینه، عالمه او روښانفکره کورنۍ کې په (۱۳۷۰ل.ل) کال دې خاورینې او فاني نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی یو ټولنيز شخصیت، د لويې حوصلې او شفقت غوره سمبول دی او د هوښيارتيا او ځیرکتيا ترڅنګ د ښه استعداد خاوند هم دی.
رحیمي لومړنۍ او متوسطه زده کړې د تنګي په امام ابوحنیفه عالي لېسه کې سرته رسولې او د بکلوریا سند یې هم له یادې لېسې نه اخیستی دی. نوموړي له لوړو زدهکړو سره بې کچې مینه درلوده، دا یې تمنا وه چې پر دې ګاڼه هم خپل ځان سینګار کړي نو په (۱۳۸۹ل.ل) کال کې یې د لوړو هیلو په لرلو سره د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ، له نېکمرغه د ننګرهار پوهنتون وترنري پوهنځي ته بریالی شو. په (۱۳۹۴ل.ل) کال کې له یاد پوهنځي فارغ او د لېسانس تحصیلي درجه یې د کادر په لرلو سره بشپړه او پای ته ورسوله.
ښاغلي د استادۍ له مقدسې دندې سره زیات شوق درلود، غوښتل یې د دې لارې خپلې خاورې او ولس ته د چوپړ مصدر وګرځي نو همدې موخې ته د رسېدو په پار یې په (۱۳۹۶ل.ل) کال کې د ازاد رقابت له لارې کادري ازموینه کې ګډون وکړ، خوشبختانه ازموینه کې هسکه غاړه بریالی راووت او د شیخ زاید پوهنتون وترنري پوهنځي کې د علمي کادر په صفت ومنل شو. رحیمي ته دا طلایي چانس برابر شو ترڅو خپله ځوانه انرژي د خپلې ټولنې د هوساینې او رُشد په پار مصرف کړي او د تدریس له پاکې وظیفې سره یې څنګ کې د یاد پوهنځي د معاونیت چارو ته هم په سړه سینه او ورین تندي اوږه ورکړه.
نوموړي خپل مسلک کې د تخصص کولو ستره جذبه لرله، پوهېده چې د تخصص په کولو سره به یې هغه کړنې چې اوس یې د خپل ټاټوبي د بهبود او ښېرازۍ په موخه وړاندې کوي، لا به ښې کېږي، رنګ به راوړي او د کیفیت اغېز به یې لا لوړیږي نو دې هدف ته د رسېدو په پار یې قوي هوډ وکړ چې پر ځان به زحمتونه تېروي، لوړې ژورې او تودې سړې به زغمي، د سفر تریخ ژوند ته به ښه راغلاست وایي. پایله کې همدغسې وشول چې له ایران هېواده راغلیو برسونو ته یې ځان کاندید کړ، د دې بورسونو د جذب پروسه هم د ازادې سیالۍ له مخې ترسره کېده. نوموړي یو ځل بیا له خپلې وړتیا او استعداده په ګټنې ثابته کړه چې د (۱۳۹۸ل.ل) کال په وروستیو کې د ایران هېواد لرستان پوهنتون ته لار ومومي او د ماستري تحصیلي درجه همدلته سرته ورسوي. د ویاړ ځای دی چې د (۱۴۰۰ ل.ل) کال په لومړیو ورځو کې یې یاده دوره په بریا سره تکمیل کړه او له یاد پوهنتونه یې په لوړه درجه د ماسترۍ سند د ځان په نوم کړ.
رحیمي دوه اثار یو د (وترنري پرازیتولوژي) او بل (د ارتروپودا د تشخیص اصول او اهمیت) تر عنوانونو لاندې اویا سلنه ژباړلي، ان شاءالله پاتې کارونه به یې ژر خلاص او پای ته ورسي. یوه یې علمي مقاله تر (Probiotics and Health Benefits) سرلیک لاندې په (ijrasb) نړیوال ژورنال کې چاپ شوې. نوموړی فعلاً د شیخ زاید پوهنتون د علمي مرستیال په توګه خپله وظیفه پرمخ وړي، وتوانېده چې پر دې موقف ټاکنه کې د خپلې ژمنتیا او وړتیا له امله د لوړو زده کړو وزارت او د شیخ زاید پوهنتون ادارې بشپړ باور ترلاسه کړي، تر دې دمه ترسره کړي کړنې یې موثرې تمامې شوې او یاد دواړه ارګانونه یې له چارو مطمین او راضي دي.