د ټولنیزو علومو پوهنځی ریس

پوهنیار سیف الله غروال

Dean of the faculty

د ټولنیزو علومو پوهنځي د رئيس پيغام

شيخ زايد پوهنتون ۱۲ د ورځې او ۴ د شپې پوهنځيو په درلودلو سره د هېواد او په تيره بيا د سويل ختيځ زون په سطحه له معتبرو پوهنتونونو څخه ګڼل کيږي او پوره دوه لسيزې کيږي، چې هېواد او ملت ته په تحصیلي ډګر کې باکیفیته خدمات وړاندې کوي. د شيخ زايد پوهنتون د دولس ګونو پوهنځيو په قطار کې د ټولنیزو علومو پوهنځي له مهمو پوهنځيو څخه ده، چې په ۱۳۹۱ه ل کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکآټ کې د تاریخ او جغرافيې ډيپارټمنټ په توګه رامنځ ته شوه او دا چې په ټولنه کې د ټولنيزو علومو  په برخه کې ډير اړتيا احساسيده نو  ۱۳۹۳ه ل کال  د پوهنتون د رهبری په هڅو د ټولنپوهنې او فلسفې ډیپارټمنټ په ایجاد سره د ټولنيزو علومو  پوهنځي تر عنوان لاندې خپلواکه پوهنځي شوه او تر دې مهاله په تاریخ، جغرافيې، ټولنپوهنې او فلسفې په رشتو کې ټولنې ته متخصصين، کادرونه، ښوونکي او ماهرين روزي.

 د ټولنيزو علومو پوهنځي د ایجاد موخه په علمي او کلتوري برخه کې ټولنيز پرمختګ او په دې برخه کې د باکیفیته لوړو زده کړو رامنځ ته کول دي؛ ځکه چې هيڅ يو ملت نه شي کولای چې د ټولنيزو علومو پرته خپل تاریخ، کلتور او ټولنه ژوندی وساتي. په دې اساس د غوره کاري شرایطو په شتون کې به ددې پوهنځي فارغان د هېواد په ټولنيزه او کلتوري رغونه او بډاينه کې فعاله ونډه ترسره کړي.

 د ټولنيزوعلومو پوهنځی د خپلو شته امکانانو او د استادانو له تجربو څخه په ګټه اخېستنه په پوره عزم او ارادې د خپلو محصلانو او ټولنې په خدمت کې ده او هوډ لري، چې په یادو څانګو کې په لوړه علمي روحيې او دينې او وطنیي مينه سمبال فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

 د ټولنيزو علومو پوهنځي دواړه څانګې معياري او سټنډر درسي نصاب لري، چې له عصري ټکنالوجی سره نږدې او ځواکمنه اړيکه لري، د ټولنې او بازار اړتياو ته په پام او د سيمې او نړيوالو معیارونو مطابق ترتيب شوي دي.همدا ډول ټول استادان هڅه کوي چې خپل درسي مواد پورتنيو مواردو ته په کتو سره ترتيب او  په غوره او نويو درسي مېتودونو سره تطبیق کړي.

زه د پوهنځي د رئيس په توګه له ټولو استادانو او اداري کارکوونکو څخه خوښ يم چې په ټولو اکاډميکو او اداري برخو کې په پوره صداقت خپلې ورسپارل شوې دندې پرمخ وړي. په پای کې خپلو ټولو محترمو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته په ورځنيو چارو کې د لا ډيرو برياليتوبونو هيله کوم.

د ټولنيزو علومو پوهنځی رئيس

 

کورپاڼه