مخینه
د خوست ښار لویدیځ لوري په ۶ کلیومترۍ کې موقیعت لري، یاد پوهنتون په ۱۳۷۸ ل.ل کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې تأسیس شوی دی. په هغه وخت کې دا یو خصوصي پوهنتون و، چې د افغان پوهنتون په نوم یادیده، داچې په هېواد کې دننه د زده کړو لپاره زمینه برابره وه، د خلکو او محصلینو غوښتنه وه چې یاد پوهنتون د خوست ولایت ته، چې د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال لري، ولیږدول شي، د یاد پوهنتون د زیات تعداد محصلینو او په افغانستان کې دهغوی د دوهم ځل لپاره مېشت کیدوته په کتوسره داسې نظر پيداشو، چې دا پوهنتون دې افغانستان ته انتقال کړل شي.
په افغانستان کې د بیا ودانولو له مخې په ۱۳۸۱ ل.ل کال کې د خوست ولایت د علماوو، قومي مشرانو، روشنفکرانو، ټولنیزو سازمانونو، ځوانانو، د خوست پخواني والي مرحوم استاد محمد حکیم تڼیوال په هلو ځلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت محترم جمهور رئیس حامد کرزي په ځانګړي پاملرنې سره د ( ۲۲۶ ) ګڼه فرمان له مخې، خوست ولایت ته انتقال او په افغانستان کې د یوه رسمي پوهنتون په بڼه یې چارې پیل کړې.
دا چې د ذکرشوي پوهنتون زیاتره ودانۍ د عربي متحده اماراتو لخوا جوړې شوې، بناً د افغانستان اسلامي جمهوری دولت محترم جمهور رئیس په ځانګړي فرمان سره د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون په نوم سره ونومول شو. د شیخ زاید پوهنتون اوسنۍ ودانۍ چې مصارف یې د عربي متحده اماراتو(UAE) لخوا ورکړل شوي دي، په ۱۲/۲۸ /۱۳۸۶ه ش کال، چې د 18-03-2008 م نېټې سره سمون لري، په رسمي ډول د متحده عربي اماراتو د حج او اوقافو وزیر اود امارتو سفارت لوړ رتبه مامورینو، د شیخ زاید پوهنتون پخواني رئیس محترم پوهندوی دوکتورګل حسن ولیزي، د خوست ولایت د هغه وخت والي مرحوم ارسلا جمال او د خوست ولایت قومي مشرانو او روشنفکرانو لخوا افتتاح شوې.
په لومړي سر کې شیخ زاید پوهنتون څلور پوهنځی، ۱۶۰۰ تنه محصلان ، ۷۵ تنه استادان درلودل اوس مهال ، چې د ۱۳۹۹ کال سره سمون لري د شیخ زاید پوهنتون دولس(۱۲) پوهنځی ۷۴۷۱ تنه محصلان او ۲۲۶ تنه استادان لري.
شیخ زاید پوهنتون په بیلابیلو برخو کې لس (۱۰) کمیټې لري، چې عبارت دي له: تضمین او کفیت کمېټه، تحقیق کمېټه، ستراتیژیک پلان کمېټه، کادري ازمویني کمېټه، دنشراتو کمېټه، د نصاب کمېټه، E Learning کمېټه، سرسبزي کمېټه، اداري فساد پرضد کمېټه، چاپیریال ساتنې کمېټو څخه. دغه پوهنتون د غوره او معیاري علمي برنامو په پلې کولو سره د هېواد په کچه، د پنځو پوهنتونونو په قطار کې یو برجسته پوهنتون شمیرل شوی دی.
د شېخ زاید پوهنتون لرليد(Vision)
شېخ زاید پوهنتون به په راتلونکي کې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله سطحه د بیلا بیلو علومو په برخه کې د مسلکي او کاري وړتیا لرونکو کادرونو په روزلو، د هېواد او سیمې اقتصادی، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ لپاره د خدماتو وړاندې کولو کې د یوه معیاري او پیژندل شوي پوهنتون موقف ولري.
رسالت (Mission)
شيخ زاید پوهنتون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو مطابق د استادانو، محصلانو او کارمندانو د ظرفیتونو په لوړولو او د ډاډ وړ همغږي په رامنځته کولو کې تل زیار باسي، ترڅو د هېواد او سیمې په کچه د خپلو روزل شویو فارغینو له لاری معیاري خدمات وړاندې کړي.
ارزښتونه ( Values )
۱ـ د یوې سپڅلي اسلامي روحیې په شتون وطن پالنه.
۲ـ معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې.
۳ـ د څیړنې کلتور رامنځ ته کول.
۴ـ سالمه اداره او اغیزمنه رهبري.
۵ـ اکاډمیکه ازادي رامنځ ته کول.
۶ـ حساب ورکول.
۷ـ په کارونو کې شفافیت او فساد مخنیوی.
۸ ـ له هر قسم تبعیض څخه ډډه کول.
ستراتیژیکی موخې
- د مناسب تعلیمي چاپیریال رامنځته کول، چې ټولنې ته داسې وړ کادرونه وړاندي کړي، چې د مشرتابه مهارتونه او څرګند علمي غوره والی ولري.
- په علمي څیړنو او پرمختګونو کې د پوهنتون د رهبرۍ رول، په داسې ډول چې، په پوهې او هنر سره د ټولنې اقتصادي پرمختیا لوړه کړي.
- د ملي او نړیوالو ځان ارزونې او اعتبارورکولو پروګرامونو له لارې، بنسټیز او علمي غوره والی په ډاګه کول.
- د کیفیت، موثریت او روڼوالی په نظر کې نیول.
- په زده کړیز چاپیریال کې د نوي والي، ابتکار او تخلیقیاتو فرهنګ ترویج او لوړول.