د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

د پوهنځی ریس

لرلید او رسالت

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادان

شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی نوی تعمیر

د شرعياتو پوهنځی لنډه تاريخچه

شرعیاتوپوهنځی په پوهنتون کې د روح حیثیت لري؛ شرعياتو پوهنځی کله چې په ۱۳۸۱هـ. ل کال کې افغان پوهنتون د کوزې پښتونخوا څخه د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي په حکم سره خوست ولایت ته را نقل شو ، نو شرعیاتو پوهنځی یې په خپل تشکیل کې درلوده، چې نوموړي پوهنځی یوازې د فقهې او قانون څانګه درلوده. د ځینو مشکلاتو پر اساس نوموړي پوهنځی د حقوقو او اداره او تجارت څانګو له یو ځای کېدو څخه یوه پوهنځی تشکیل شوه، چې په  ۱۳۸۹ هـ. ل کال کې د شیخ زاید پوهنتون په وړاندیز هر یوه څانګه په خپلواکه پوهنځی تبدیل شوه. په دې سره د شرعیاتو پوهنځی په مستقل ډول تر نننۍ نېټې ورځ تربلې نوښتونه او پرمختګونه کوي، چې په ۱۳۹۰ هـ. ل. کال کې  دويم فارغ ورکونکی ديپارټمنټ د اسلامي تعلیماتو په نوم د وزارت مقام له خوا منظور او په ۱۳۹۱هـ. ل کال کې مو عملًا په رسمي ډول پیل کړ.

د دې ترڅنګ درېیم غير فارغ ده د اسلامي ثقافت څانګه ده، چې استادان يې د پوهنتون شموله مضامینو تدریس پرغاړه لري. دا څانګه له لومړی ورځې شتون لري اوس هم د پوهنځی په چوکاټ کې فعالیت لري او د استادانو تشکيل يې پر زياتېدو دی. شرعیاتو پوهنځی اوس مهال (۲۰ )تنه استادان لري، چې په روان کال کې به د څلورو تنو نورو استادانو د جذب غوښتنه هم وشي. د دغو استادانو له ډلې څخه (۱۸) کسه یې ماسټران دي، چې له نيکه مرغه درې تنه استادان د کتورا لپاره تللي دي. او (۲) کسه یې د لیسانس تحصیلي درجې لري، چې اوس مهال په کابل کې د ماسټرۍ پر  زده کړو بوخت دي. د شرعیاتو پوهنځی مشرتابه په دوامداره توګه هڅې کوي څو د خپلو استادانو د علمي سويې د لوړوالي په خاطر استادان د ماسترۍ او دکتورا لپاره ولېږي؛ څو د پوهنځی په مسلکي ډول ظرفیتونه لوړ شي، په همدې هيله.
      

د شرعياتو پوهنځي راتلونکې پلانونه

  1. شرعياتو پوهنځی به تل هڅه کوي، چې خپل استادان دکتوران کړي؛ څو د شرعياتو پوهنځی په داخل کې د ماسټرۍ برنامه ولري او د هېواد نورو پوهنتونو په څېر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
  2. د محصلانو د فراغت، زده کړو او لاسته راوړنو په برخه کی به پوهنځی زیاته پاملرنه وکړي؛ پوهنځی به په همېشني توګه هڅه کوي، چې د تدریس په کیفیت کې بهبود راولي او د محصلينو لاسته راوړنې به حمایت او تشویق کړي.
  3. دپوهنځی رييس او استادان به د تېر په څېر په منظم ډول خپلو دندو ته دوام ورکوي، قوانین او مقررات به حتی الوسع پلی کوي. او د پوهنتون د پرمختیا لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې کوي، دا کار به په دوامدار ډول صورت نیسي.
  4. د شرعياتو پوهنځی لپاره به په راتلونکې کی لایق، په معیار پوره، وړ، ماسټر او دکتور استادان پيدا کوي.
  5. د اکادمیکې ازادۍ تطبیق به په پوهنځی کی ترویجوی او حمایت به یې کوي؛ البته د قانون په چوکاټ کې، استادان به د خپلو مسوولیتونو، مکلفیتونو او صلاحیتونو څخه خبر وي.
  6. د محصلينو لاسته راوړنې به د لوایحو مطابق په منظم ډول ارزیابی کېږي، ارزونې به په عادلانه ډول سرته رسېږي او د هر ډول تعصباتو پر ضد به مبارزه کېږي.
  7. محصلينو ته به لازمې مشورې ورکول کېږي او کوښښ به کېږي، چی کوچنیو، کوچنیو ګروپونو ته رهنما استادان وټاکل شي. په همدې ډول د صحت، رهایش او اسایش په برخه کې به دوی ته پاملرنه کېږي.
  8. د شرعياتو پوهنځی کتابتون به لا غني کوي؛ څو د محصلانو او استادانو د تحقيق په برخه کې اسانتياوې لا پراخه شي.
  9. پوهنځی به هڅه وکړي، چی د ټولنې د اړتياوو سره سم با کیفیته فارغين ټولنې ته وړاندې کړي؛ څو د ټولنې په درد وخوري او همدارنګه به په  هغو برخو کې تحقیق او ریسرچ ته تشویق شي، چی د ټولنې او ملي اقتصاد د منابعو ښکاروندویي وکړي.
  10. استادان به وهڅول شي چې نوښت او ابتکارات وکړي، تالیفات، ژباړې او علمي مقالې نشر کړي د تحقیق او ریسرچ په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د نورو اثارو د جعل او کاپي کولو څخه ډډه وکړي.
  11. شرعياتو پوهنځی به هڅه وکړي، چې د پوهنتون او لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د عربي نړۍ له معتمدو پوهنځيو سره تواميت لاسليک کړي.
  12. شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې څېړنيزه او علمي مجله ولري؛ څو د استادانو علمي مقالې په همدې مجله کې نشر شي.
  13. شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې د محصلينو د وړتيا او استعدادونو د لا ودې لپاره تمثيلي محکمه او حقوقي کلينيک ولري.