د طب پوهنځی تاریخچه
: طب پوهنځی په (۱۳۸۱ ) کال کې تاسیس شویده، نوموړی پوهنځی (۵۵۲) تنه محصلین او (۳۷) تنه استادان لري. طب پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره ځانګړی ۵۰ بستیریز روغتون، د محصلانو د تحقیقاتو لپاره ځانګړي کتابخانه او همدا شان ټولې تدریسي خونې یې په پروجکتورونو سمبال دي. یاد پوهنځي د خپلو چارو د ښه سمبالښت لپاره کمیټې لري، چې عبارت دي له: د شفافيت او شکايتونوو اوريدلو فرعي کميټه، د ستراتيژيک پلان فرعي کميټه، د کيفيت لوړونې فرعي کميټه، د نصاب او محصل محورۍ فرعي کميټه، د بريښنايي زده کړو فرعي کميټه، د څېړنو فرعي کميټه، فرهنګي چارو او دعوت او ارشاد فرعي کميټه، د نظم او ډسپلين فرعي کميټه او ازموينو فرعي کميټو څخه. نوموړی پوهنځی دا مهال دوه لابراتوارونه لري، چې د محصلین یې د مختلفو څیړنو په موخه کاروي.
۱ـ د مایکروبیولوژي ، پرازیتولوژي او فزیولوژي لابراتوار.
۲ـ اناتومي، هستولوژي او لمبریولوژي لابراتوار.
پورته لابراتوارونه لا هم نمګړي دي، چې د بسیاینې لپاره یې هڅې راوانې دي. دغه پوهنځي کې په پښتو او دري ملي ژبو د تدریس چارې پرمخ بیول کیږي.
لرلید
پوهنځی په اسلامي او ملي روحيه د یو داسې لوړ او با کیفیته سیستم سره په تدريس، تحقيق، کلينيکي مراقبت، او رهبريت چی د افغانستان د پرمختگ او ټولگټو ضامن، اسلامي او ملی ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي روغتيا يي پوهه سمبال ، د یوې ښې رهبرۍ او مدیریت خاوند وی او په نړیواله ټولنه کې لوړ اعتبار ولري.
ماموريت
د شیخ زاید پوهنتون طب ماموریت دادی، چې د ټولنې توقعاتو اړتیاوو مطابق د روغتیايي سیستم مرااقبت تغیراتو او ننګونو ته ځواب ویوونکي فارغان وړاندې کړي او تر څنګ يې د صحي وضعیت د بهبود او پرمختګ ضامن واوسي.