دیپارتمنتهای پوهنځی علوم اجتماعیات

د تاريخ جغرافيې ډيپارټمنټ پيژندنه

ددې څانګې فارغين به د ټولنيزو مسايلو د څيړنې وړتيا ولري او دوی به له هغه مهارتونو څخه برخمن وي چې په خپلو چارو کې يې ورته اړتيا ليدل کيږي. د بيلګې په توګه د تاريخ او جغرافيې د دياګرامونو، نقشو،تاريخي چارتونو، انځورونو ترتيبول او څيړل ،په تاريخ پوهيدل، د تاريخ تدريسول، د تاريخ ملي کول او دجغرافيې په برخه کې د نړۍ او هيواد د موقعيت، طبيعي جوړښت، پولې، ملکې ويش، طبيعي منابعو او دېته ورته په نورو اړينو موضوعاتو پوهيدل.

د تاریخ جغرافیی څانګې د فارغینو د کار ساحه:

 په پوهنتونو،عالي دارالمعلمينو، مکاتبو، خصوصي او دولتي تعليمي موسيسو کې د استادی دنده، اطلاعاتو او کلتور وزارت په ( ملي ارشيفونو، ملي موزيمونو او ملي ګالريو ) کې، معدن صنايع وزارت، چاپيریال ساتنې او د کارتوګرافی په اداراتو کې د مسلکي غړي په توګه او په نورو ټولو دولتي او خصوصي اداراتو کې د مامور په توګه دندې ترسره کولای شي.

د تاريخ او جغرافيې ډيپارټمنټ لاندې ځانګړې موخې تعقيبوي:

 

  1. د ټولنيزو علومو په برخه کې د پوهنتونونو لپاره خپل علمي کادرونه روزي .
  2. د مکاتبو، عالي دارالمعلمينو،خصوصي او دولتي تعليمي موسسو لپاره وړ او مسلکي استادان روزي.
  3. د تاريخ او جغرافيه دياګرامونو، تاريخي او جغرافيايي چارتونو د جوړونکو موسسو لپاره خپل مسلکي غړي روزي.
  4. د ملي تاريخ د انجمنونو لپاره وړ او مناسب مسلکي غړي روزي.
  5. د نړۍ او هيوادونو په کچه د جغرافيايي څيړنو لپاره مسلکي غړي روزي.

د ټولنپوهنې او فلسفې ديپارتمنت پېژندنه

په دې دپپارتمنت کې د ټولنپوهنې او فلسفې اړوند مضامين لوستل کيږي او په دې برخه کې متخصصين روزي .

د ټولنپوهنې فلسفې څانګې د فارغینو د کار ساحه:

د لوړو زده کړو په موسساتو کې د استادی دنده، همدا ډول دوی به په هغو ادارو او تعليمي موسيسو کې دندې ولري، چې د ټولنيزو ستونزو او بدلونونو د سمون اړتيا ورته ليدل کيږي د بيلګې په توګه د معلولينو او شهيدانو چارو ادارې، د ښار سازي چارو ادارې، محابس او توقيف ځايونه، د عدليې چارو ادارې او په دې ډول ورته نورو ادارو کې به دندې ترسره کړي او هم د دې څانګې کادرونه به د هغو ټولو اړينو تحقيقي او علمي موادو سره اشنا وي چې د خپلې دندې په مهال يې اړتيا احساسوي.  

د ټولنپوهنې او فلسفې د ديپارتمنت موخې

      

  1. خپل موقف د افغانستان کچه د يوي با اعتباره او باکفيته ادارې په توګه قوي کول.
  2. داستادانو او اداري کارمندانو علمي او مسلکې ظرفيتونه لوړول.
  3. د نوي با کيفيته، معياري درسي موادو او کتابونو تهيه کول.
  4. تدريس په نوي او پرمختللي تکنالوژي او امکاناتو مجهز کول.
  5. محصلانوته د با کېفيته تدريس، زده کړي او څيړني زمېنه برابرول.
  6. د ټولنې د اړتياو په پام کې نيولو سره په کارپوه او با مسوليته کادرونه روزل.
  7. د پوهنتون په پرمختګ کې د استادانو او اداري کارکونکو دفعاله ونډې اخيستني تضمېنول.
  8. دافغانستان په ټولنيزوعلومو د برخې په پراختيا کې د برخه اخيستلو لپاره په ملي کچه د څيړنووړتيا درلودل.