د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت تاریخچه:

د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز یا (ICT Center)   په 1397 کال کې د نړیوال بانک په مالې مرسته د لوړو زده کړو وزارت د (HEDP) همکارې موسیسې  لخوا جوړ شوی، چې کابو 43 میلیونه افانۍ لګښت پرې شوی دی او دا مهال په نورمال ډول فعال دی.

یاد شوی سنټر د ننني عصر په پرمختللو وسایلو سمبال او مجهز دی، د پوهنتون د ضروریاتو مطابق يې تخنیکې ډیزاین د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو او د معلوماتې ټکنالوژۍ آمریت کارمندانو او د نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت د پرمحتیایی پرواګرام متحصیصینو لخوا ترسره شوی نوموړی سنټر د یو کمپیوټرلیب ،یو ترینینګ روم، سرور رووم او پاور رووم  درلودونکی دی. د دغه سنټر د تخنیکې وسایلو لپاره د یاد بنسټ لخوا د شمسیو برق اماده شوی او یاد سنټر د څلورویشت ساعته برښنا درلودونکی دی.

په نوموړي سنټر کې د شیخ زاید پوهنتون اکثرا سمینارونه ،ورکشاپونه او ترینیګونه داېریږي ځګه چي نوموړی سنټر په برښنا پروجکتور او نورو مجهزو وسایلو سمبال دی، له بل طرفه د نوموړي سنټر موقعیت د کتابتون په ودانۍ کی دی چې محیط يې ارام او مناسب دی.

نوموړی سنټر  څخه هره ورځ د شیخ زاید پوهنتون زیات شمیرمحصلین د خپلو کورنیو دندو او نورو تحیقیقی مسایلو په پیدا کولو کې استفاده کوي دا چې  شیخ زاید پوهنتون ته MBPS  155 انټرنیټ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د افغان ټیلیکام مخابراتي او تکنالوژیکې شرکت پواسطه اماده شوی، چې  1404 کال راهیسې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په هڅو MBPS  170 ته لوړشوی او د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز د نوموړي انټرنیت سره وصل دی. د شیخ زاید پوهنتون ټولې تدریسي،اداري ،کدري روعتون ،د نجونو لیله ،هلکانو لیله او د زراعتي فارم د نوموړی سنټر سره وصل دي  په یادو ټول بلاکونو کې انټرنیت فعال دی استادان په خپلو تحقیقاتو او ریسرچ علمي کارونو کې او اداري کارمندان په اداري برخه کې د انټر نيټ څخه استفاده کوي چې اکثرأ وخت د ډیرو پوهنځيو استادان او د ځینو ادارو کارکوونکي د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز  ته انټرنیت لپاره راځي چې یاد سنټر د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي او اداري برخې زیاتې ستونزې حل کړيدي.

یو شمیر هغه محصلین چې د نوي ټکنالوژۍ سره ناشنا وي د یاد سنټر مسولینو لخوا نوموړيو محصلینو او د نورو ادارو کارکوونکو ته د ټکنالوژۍ سره د بلدتیا درس ورکول کیږی چې زیاتره محصلین او اداري کارکوونکي  انفرادي مراجعه کوي .

موږ د یاد سنټر د استعمال لپاره ځانګړي پالیسی لرو ترڅو د یاد سنټر  ټولو وسایلو څخه پرځای استفاده ترسره شوي وي،  نوموړي پالیسي په لاندې ډول ده !

  1. هر هغه اداري کارمند،استاد او محصل چې نوموړي سنټر څخه استفاده کوي باید د شیخ زاید پوهنتون د هویت کارت په غاړه کې ولري او د ترتیب شوي مهال مطابق خپل اکاډمیک موضوعات بشپړ کړي.

  2. ټول مراجعین چې نوموړي سنټر ته د انټرنیت د استعمال لپاره راځي باید په ځانګړي لیست کې خپل ځان ثبت کړي او ټول معلومات په دقیق ډول سره ولیکي.

  3. په کمپیوټر لب کې په لوړ اواز په تلیفون او یاهم له نورو ملګرو سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړۍ .

  4. په لوړ اواز د انلاین زده کړو ویډیو ګانو ،بې مفهومه ،مزاحیه او د موسیقۍ ویډیوګانو د غږولو څخه ډډه وکړی خپل اکاډمیک موضوعات تعقیب کړی.

  5. د فیسبوک او غیرې اخلاقي ویب سایتونو له خلاصولو څخه ډډه وکړۍ او له اکاډمیکو ویب سایتونو څخه استفاده وکړۍ.

  6. که چیرې کوم کمپیوټر تخنیکې ستونزه ولري د ICT سنټر له مسولینو سره باید شریکه شي په داخل د سنټر که فلش ،مبایل او نور تخنیکې الات که پیدا شول د سنټر مسولینو ته بایدوسپارل شي.

  7. د کمپیوټر لب په کمپیوټرونو کې په خپل سر د سافټ وېرونو انسټال کولو او یاهم د سافټ ویرونو د ختمولو څخه ډډه وکړۍ. که چیر ته پدې برخه کې د کومې ستونزي سره مخامخ شوۍ د ICT سنټر له مسولینو سره تماس باید ونیول شي .

  8. د ICT سنټر ټول وسایل د مراجعینو د استعمال لپاره دي په  میزونو،چوکیو،کمپیوټرونو،او نورو تخنیکې او غیر تخنیکي وسایلو سره  باید احتیاط او ساتنه يې وشي.

  9. کمپیوټر لیب ته د خپلو کمپیوټرونو،بکسونو او نورو شیانو له راوړلو څخه باید ډډه وشي د سنټر په ځانګړي المارۍ کې باید خپل توکي کیښودل شي او بیا سنټر ته داخل شۍ.

  10. د کمپیوټر لب په داخل کې په مبایل کې د ویډیوګانو او سندرو غږولو څخه ډډه وشي د سنټر  له کمپیوټرونو څخه استفاده وکړۍ.

  11. که چیرته کوم شخص د ICT سنټر  له کمپیوټرونو څخه د لوړو زده کړو وزارت د قانون ،لوایخو،مقرراتو او  طرزالعملونو خلاف عمل ترسره کړي د قانون مطابق اړوندو ادارو ته معرفي کیږي.

  12. نظافت باید مراعت شي کمپیوټر لب او نوري ټولې اداري د امنیتې کمرو ترپوښښ لاندي دي  ستاسو  ټول فعالیتونه څارل کیږي.

     د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت انکشافي پلان او پالیسي د ۴ نمبر پروتوکول د ۱۳۹۸ / ۸/ ۲۸ علمي شورا لخوا د رایو په اکثریت تآید شوه.

بېرته تګ