د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت تاریخچه:
د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز یا (ICT Center) په 1397 کال کې د نړیوال بانک په مالې مرسته د لوړو زده کړو وزارت د (HEDP) همکارې موسیسې لخوا جوړ شوی، چې کابو 43 میلیونه افانۍ لګښت پرې شوی دی او دا مهال په نورمال ډول فعال دی.
یاد شوی سنټر د ننني عصر په پرمختللو وسایلو سمبال او مجهز دی، د پوهنتون د ضروریاتو مطابق يې تخنیکې ډیزاین د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو او د معلوماتې ټکنالوژۍ آمریت کارمندانو او د نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت د پرمحتیایی پرواګرام متحصیصینو لخوا ترسره شوی نوموړی سنټر د یو کمپیوټرلیب ،یو ترینینګ روم، سرور رووم او پاور رووم درلودونکی دی. د دغه سنټر د تخنیکې وسایلو لپاره د یاد بنسټ لخوا د شمسیو برق اماده شوی او یاد سنټر د څلورویشت ساعته برښنا درلودونکی دی.
په نوموړي سنټر کې د شیخ زاید پوهنتون اکثرا سمینارونه ،ورکشاپونه او ترینیګونه داېریږي ځګه چي نوموړی سنټر په برښنا پروجکتور او نورو مجهزو وسایلو سمبال دی، له بل طرفه د نوموړي سنټر موقعیت د کتابتون په ودانۍ کی دی چې محیط يې ارام او مناسب دی.
نوموړی سنټر څخه هره ورځ د شیخ زاید پوهنتون زیات شمیرمحصلین د خپلو کورنیو دندو او نورو تحیقیقی مسایلو په پیدا کولو کې استفاده کوي دا چې شیخ زاید پوهنتون ته MBPS 155 انټرنیټ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د افغان ټیلیکام مخابراتي او تکنالوژیکې شرکت پواسطه اماده شوی، چې 1404 کال راهیسې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په هڅو MBPS 170 ته لوړشوی او د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز د نوموړي انټرنیت سره وصل دی. د شیخ زاید پوهنتون ټولې تدریسي،اداري ،کدري روعتون ،د نجونو لیله ،هلکانو لیله او د زراعتي فارم د نوموړی سنټر سره وصل دي په یادو ټول بلاکونو کې انټرنیت فعال دی استادان په خپلو تحقیقاتو او ریسرچ علمي کارونو کې او اداري کارمندان په اداري برخه کې د انټر نيټ څخه استفاده کوي چې اکثرأ وخت د ډیرو پوهنځيو استادان او د ځینو ادارو کارکوونکي د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز ته انټرنیت لپاره راځي چې یاد سنټر د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي او اداري برخې زیاتې ستونزې حل کړيدي.
یو شمیر هغه محصلین چې د نوي ټکنالوژۍ سره ناشنا وي د یاد سنټر مسولینو لخوا نوموړيو محصلینو او د نورو ادارو کارکوونکو ته د ټکنالوژۍ سره د بلدتیا درس ورکول کیږی چې زیاتره محصلین او اداري کارکوونکي انفرادي مراجعه کوي .
موږ د یاد سنټر د استعمال لپاره ځانګړي پالیسی لرو ترڅو د یاد سنټر ټولو وسایلو څخه پرځای استفاده ترسره شوي وي، نوموړي پالیسي په لاندې ډول ده !
- هر هغه اداري کارمند،استاد او محصل چې نوموړي سنټر څخه استفاده کوي باید د شیخ زاید پوهنتون د هویت کارت په غاړه کې ولري او د ترتیب شوي مهال مطابق خپل اکاډمیک موضوعات بشپړ کړي.
- ټول مراجعین چې نوموړي سنټر ته د انټرنیت د استعمال لپاره راځي باید په ځانګړي لیست کې خپل ځان ثبت کړي او ټول معلومات په دقیق ډول سره ولیکي.
- په کمپیوټر لب کې په لوړ اواز په تلیفون او یاهم له نورو ملګرو سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړۍ .
- په لوړ اواز د انلاین زده کړو ویډیو ګانو ،بې مفهومه ،مزاحیه او د موسیقۍ ویډیوګانو د غږولو څخه ډډه وکړی خپل اکاډمیک موضوعات تعقیب کړی.
- د فیسبوک او غیرې اخلاقي ویب سایتونو له خلاصولو څخه ډډه وکړۍ او له اکاډمیکو ویب سایتونو څخه استفاده وکړۍ.
- که چیرې کوم کمپیوټر تخنیکې ستونزه ولري د ICT سنټر له مسولینو سره باید شریکه شي په داخل د سنټر که فلش ،مبایل او نور تخنیکې الات که پیدا شول د سنټر مسولینو ته بایدوسپارل شي.
- د کمپیوټر لب په کمپیوټرونو کې په خپل سر د سافټ وېرونو انسټال کولو او یاهم د سافټ ویرونو د ختمولو څخه ډډه وکړۍ. که چیر ته پدې برخه کې د کومې ستونزي سره مخامخ شوۍ د ICT سنټر له مسولینو سره تماس باید ونیول شي .
- د ICT سنټر ټول وسایل د مراجعینو د استعمال لپاره دي په میزونو،چوکیو،کمپیوټرونو،او نورو تخنیکې او غیر تخنیکي وسایلو سره باید احتیاط او ساتنه يې وشي.
- کمپیوټر لیب ته د خپلو کمپیوټرونو،بکسونو او نورو شیانو له راوړلو څخه باید ډډه وشي د سنټر په ځانګړي المارۍ کې باید خپل توکي کیښودل شي او بیا سنټر ته داخل شۍ.
- د کمپیوټر لب په داخل کې په مبایل کې د ویډیوګانو او سندرو غږولو څخه ډډه وشي د سنټر له کمپیوټرونو څخه استفاده وکړۍ.
- که چیرته کوم شخص د ICT سنټر له کمپیوټرونو څخه د لوړو زده کړو وزارت د قانون ،لوایخو،مقرراتو او طرزالعملونو خلاف عمل ترسره کړي د قانون مطابق اړوندو ادارو ته معرفي کیږي.
- نظافت باید مراعت شي کمپیوټر لب او نوري ټولې اداري د امنیتې کمرو ترپوښښ لاندي دي ستاسو ټول فعالیتونه څارل کیږي.