د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت تاریخچه:

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز یا (ICT Center)   په ۱۳۹۷ کال کې د نړیوال بانک په مالې مرسته د لوړو زده کړو وزارت د (HEDP) همکارې موسیسې  لخوا جوړ شوی، چې کابو ۴۳میلیونه افانۍ لګښت پرې شوی دی او دا مهال په نورمال ډول فعال دی.

یاد شوی سنټر د ننني عصر په پرمختللو وسایلو سمبال او مجهز دی ،د پوهنتون د ضروریاتو مطابق يې تخنیکې ډیزاین د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو او د معلوماتې ټکنالوژی آمریت کارمندانو او د نړیوال بانک د لوړو زده کړو وزارت د پرمحتیایی پرواګرام متحصیصینو لخوا ترسره شوی نوموړی سنټر د یو کمپیوټرلیب ،یو ترینینګ روم ،سرور روم او پاور رووم درلودونکی دی د دغه سنټر د تخنیکې وسایلو لپاره د یاد بنسټ لخوا د شمسیو برق اماده شوی .

په نوموړي سنټر کې د شیخ زاید پوهنتون اکثرأ سمینارونه ،ورکشاپونه او ترینیګونه داېریږي ځګه چي نوموړی سنټر په برښنا پروجکتور او نورو مجهزو وسایلو سمبال دی، له بل طرفه د نوموړی سنټر موقعیت د کتابتون په ودانۍ کی دی چې محیط يې ارام او مناسب دی .

نوموړی سنټر  څخه هره ورځ د شیخ زاید پوهنتون زیات شمیرمحصلین د خپلو کورنیو دندو او نورو تحیقیقی مسایلو په پیدا کولو کې استفاده کوي دا چې  شیخ زاید پوهنتون ته پخوا MBps ۱۵۵ سرعت سره انټرنیټ ورکول شوی ؤ. د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په هڅو  او د انکشافي پلان اړوند په اوس کې MBps ۲۱۰ انټرنیټ د لوړو زده کړو وزارت لخوا د افغان ټیلیکام مخابراتي او ټکنالوژیکې شرکت پواسطه اماده شوی او د شیخ زاید پوهنتون د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز د نوموړي انټرنیت سره وصل دی. د شیخ زاید پوهنتون ټولې تدریسي،اداري ،کدري روعتون، دواړه لیلیې، حیواني کلینیک او  زراعتي فارم د نوموړي سنټر سره وصل دي  په یادو ټول بلاکونو کې انټرنیت فعال دی استادان په خپلو تحقیقاتو او ریسرچ علمي کارونو کې او اداري کارمندان په اداري برخه کې د انټر نيټ څخه استفاده کوي چې اکثرأ وخت د ډیرو پوهنځيو استادان او د ځینو ادارو کارکوونکي د معلوماتې ټکنالوژۍ مرکز  ته انټرنیت لپاره راځي چې یاد سنټر د شیخ زاید پوهنتون د تدریسی او اداري برخې زیاتې ستونزي حل کړيدي.

یو شمېر هغه محصلین چې د نوي ټکنالوژۍ سره ناشنا وي د یاد سنټر مسولینو لخوا نوموړيو محصلینو او د نورو ادارو کارکوونکو ته د ټکنالوژۍ سره د بلدتیا درس ورکول کیږي چې زیاتره محصلین او اداري کارکوونکي  انفرادي مراجعه کوي.

📜 د ICT مرکز د استعمال پالیسۍ

داچې د بیت المال څخه سالمه استفاده او ساتنه شوي وي موږ د یاد سنټر د استعمال لپاره ځانګړي پالیسي لرو ترڅو د یاد سنټر  ټولو وسایلو څخه پرځای استفاده ترسره شي،  نوموړي پالیسي په لاندې ډول ده!

  1. هر هغه اداري کارمند، استاد او محصل چې نوموړي سنټر څخه استفاده کوي باید د شیخ زاید پوهنتون د هویت کارت په غاړه کې ولري او د مهالویش مطابق خپل اکاډمیک موضوعات بشپړ کړي.

  2. ټول مراجعین چې نوموړي سنټر ته د انټرنیت د استعمال لپاره راځي باید په ځانګړي لیست کې خپل ځان ثبت کړي او ټول معلومات په دقیق ډول سره ولیکي.

  3. په کمپیوټر لب کې په لوړ اواز په تلیفون او یاهم له نورو ملګرو سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړي .
  4. په لوړ اواز د انلاین زده کړو ویډیو ګانو ،بې مفهومه ،مزاحیه او د موسیقۍ ویډیوګانو د غږولو څخه ډډه وکړي خپل اکاډمیک موضوعات تعقیب کړي.
  5. د فیسبوک او غیرې اخلاقي ویب سایتونو له خلاصولو څخه ډډه وکړي او له اکاډمیکو ویب سایتونو څخه استفاده وکړي.
  6. که چیرې کوم کمپیوټر تخنیکې ستونزه ولري د ICT سنټر له مسولینو سره باید شریکه شي په داخل د سنټر که فلش ،مبایل او نور تخنیکې الات که پیدا شول د سنټر مسولینو ته بایدوسپارل شي .
  7. د کمپیوټر لب په کمپیوټرونو کې په خپل سر د سافټ وېرونو انسټال کولو او یاهم د سافټ ویرونو د ختمولو څخه ډډه وکړي که چیر ته پدې برخه کې د کومې ستونزي سره مخامخ شول د ICT سنټر له مسولینو سره تماس باید ونیول شي .
  8. د ICT سنټر ټول وسایل د مراجعینو د استعمال لپاره دي د میزونو،چوکیو،کمپیوټرونو،او نورو تخنیکې او غیر تخنیکي وسایلو سره  بایداحتیاط او ساتنه يې وشي.
  9. کمپیوټر لیب ته د خپلو کمپیوترونو،بکسونو او نورو شیانو له راوړلو څخه باید ډډه وشي د سنټر په ځانګړي الماري کې باید خپل توکي کیښودل شي او بیا سنټر ته داخل شی .
  10. د کمپیوټر لب په داخل کې په مبایل کې د ویډیوګانو او سندرو غږولو څخه ډډه وشي د سنټر  له کمپیوټرونو څخه استفاده وکړئ.
  11. که چیرته کوم شخص د ICT سنټر  له کمپیوټرونو څخه د لوړو زده کړو وزارت د قانون ،لوایخو،مقرراتو او  طرزالعملونو خلاف عمل ترسره کړي د قانون مطابق اړوندو ادارو ته معرفي کیږي.
  12. نظافت باید مراعت شي کمپیوټر لب او نوري ټولې اداري د امنیتې کمرو ترپوښښ لاندې دي  ستاسو  ټول فعالیتونه څارل کیږي.

بېرته تګ