شیخ زاید پوهنتون کې د والیبال سیالیو پای لوبه تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۰:۴۴
آهځور

د استقلال تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ شیخ زاید پوهنتون کې د دوولسو پوهنځیو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، پای لوبه  د ښونې او روزنې او د وترنري پوهنځيو لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، چې دوه د یو په مقابل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په ګټه تمامه شوه.

ٌٍEducat

د یادې لوبلړۍ د پای په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني، د محصلانو چارو مرستیال پوهنيار مجاهد همتیار، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکونکو او محصلانو ګډون کړی و.

ش

د شیخ زاید پوهنتون اداره د محصلانو په علمي ډګر کې د روزنې ترڅنګ د هغوی رواني او بدني روزنې لپاره هم کار کوي او د مختلفو ورزشي لوبو، لکه: والیبال، فوټبال، کريکټ او باسکټبال په لاره اچولو له لارې د هغوی د سالمې روغتیا تر څنګ د محصلانو تر منځ په ورزشي ډګر کې د غوره استعدادونو را برسېره کولو ته هم ژمنه ده.

1

 

2

 

3

 

4

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS