!په شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې چوکاټ او علمي پروګرامونو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۴:۳۷
szu

یادې موخې دپاره نن ورځ د شیخ زاید پوهنتون (pdc) تضمین کیفیت د ورکشاپونو په تالار کې د شیخ زایدپوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه د پوهنتون مرستیالانو ، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د شیخ زاید پوهنتون .استادانو د زون په کچه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و

ناسته د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو تلاوت سره رسمآ پیل شوه په سر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر معاویه ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې تضمین کیفیت پروسه د پوهنتونونو د ښه بهبود اساس تشکیلوي او د پوهنتونونو معیاري کولو په ټوله کې د ټولنې غوښتونو مطابق پوهنتونونه اعیارولو د تضمین کیفیت پروسې له ښګڼو بلل کیږي.

د زون په کچه په شیخ زاید پوهنتون کې د خصوصي ، فلیال او دولتي پوهنتونونو دپاره د یادو ورکشاپونو جوړولو موخه له مسولیتونو څخه دی شیخ زاید پوهنتون اداره به تل هڅه کوي تر څو یاد ورکشاپونو له لارې تضمین کیفیت معیارونه پلي کړي.

د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي پوهنوال دوکتور فقیري د شیخ زاید پوهنتون ادارې څخه ځانګړي مننه وکړه، چې د زون په کچه یې درې ورځنی ورکشاپ دپاره زمینه مساعده کړي ده.

د شیخ زاید پوهنتون استادانو په نماینده ګۍ استاد دوکتور قدرت الله ځواک د ورکشاپ په ګټورتوب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې په ورکشاپ کې ترلاسه شوي تیوري به په فزیکي ډول په پوهنتون کې پلي کوي.

پاتې دې نه وي چې شیخ زاید پوهنتون اداره د تضمین کیفیت د بشپړ اعتبار ساتلو دپاره په پوره ځواک او هماهنګي سره ساتي او هم به د خوست ولایت او په ټوله کې فلیال پوهنتونونو څخه نظارت کوي.

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته لاړ شۍ

 

szu

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې شریکې شوې.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتې له ۲۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لاسته راوړنې او مهم فعالیتونه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۵۰
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

ـ د نهو  نویو علمي برنامو د ایجاد طرحې له پوهنتون څخه نهایي شوي دي او وزارت محترم مقام ته لېږل شوې دي.
ـ د اکسیر، انجینري او ټکنالوژي نوښتونو علمي ـ څېړنیزو  ژورنالونو جوازونو اخیستل
پر. . .

BACK TO NEWS