ملي بیرغ د هېواد د ارزښتونو او اتحاد سمبول دی

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۲۶
د شیخ زاید پوهنتون ملي بیرغ ورځ په مناستبت۱۴۰۰ کال

 د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ددې هېواد د تاریخي شالید او بېلابېلو حالتونو ترجماني کوي چې په لیدو سره یې ډېرې خاطرې او انقلابونه رایادوي، کچېرې خپل درې رنګه بیرغ ته ځیر شو زموږ د هېوادوالو د زرګونو تراژیدیو، بریاوو، سرښندنو او د اتلوالیو الهامونه پکې نغښتي دي. ملي بیرغ د یوه ملت ملي هویت او په همغه هیواد کې د مېشت قومونو د اتحاد سمبول او د ځمکې په کره د یوه ملت د استقلال ښکاروندی وي. د ملي بیرغ له برکته، په نړۍ کې د نورو ملتونو ترمنځ د هغوی ملي ارزښتونه له یو بل سره بیلوي خو ؛ هر ملت خپلو ملي ارزښتونو ته بې درېغه درناوی لري، همدغه ملي ارزښتونه دي، چې هېوادونه د ژوندي او واحد ملت په توګه یاد او ښاد ساتي. په نړۍ کې ملتونه په ملي ارزښتونو او مقدساتو ژوندي، راټول او متحد وي او په ګډه د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه کوي، په دې برخه کې حتی خپل سر، ځان او ژوند نه درېغوي. د افغانستان ملي بیرغ دې تل رپانده، ځلانده ، قایم او دایم وي. ‏ستا محراب، منبر نښان لوړ دې وي پر ټول جهان ای بیرغه د ‎افغان

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

BACK TO NEWS