شیخ زاید پوهنتون کې د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۷
شیخ زاید پوهنتون کې د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه

نن ورځ چهارشنبې (۸/ثور/۱۴۰۰) د سږ کال کانکور ازموینو درې ورځنۍ لړۍ په شیخ زاید پوهنتون کې پیل شوه.د پیل په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، د کابل څخه راغلي د ازموینو ملي ادارې پلاوي مشر پوهندوی دوکتور رحیم الله ځيرک او ورسره مل پلاوی، د پوهنتون مرستیالانو او د ازموینې لپاره ټاکل شویو استادانو ګډون درلود.

شیخ زاید پوهنتون کانکور1400کال ازموینه

غونډه د شرعیاتو پوهنځی رئیس پوهنمل محمد ولید اسحاق زي لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.په سر کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او ټینګار یې وکړ، چې د کانکور ازموینه باید د ازموینو ملي ادارې قوانینو او اصولو مطابق په پوره شفافیت سره واخیستل شي او پر استادانو یې غږ وکړ چې پدې برخه کې د راغلي پلاوي سره هراړخیزه همکاري وکړي.

شیخ زاید پوهنتون 1400کال کانکور ازموینې لومړۍ ورځ

د راغلي پلاوي مشر پوهندوی دوکتور رحیم الله ځیرک په خپلو خبرو کې وویل، چې ولس د امتحاناتو ملي اداره باندې پوره باور لري او ددې باور لاسته راوړنه کې د استادانو بې پارېتوب او په کارونو کې پوره شفافیت دی. همدا سبب شو چې ولسمشر د امتحاناتو ملي اداره په مستقله اداره تبدیله کړه.

​​​​شیخ زاید پوهنتون ۱۴۰۰ کال ازموینې لومړۍ ورځ

دوکتور ځیرک د کانکور اخیستنې ټوله تګلاره یې تشریح کړه او په خبرو کې یې زیاته کړه، چې د امتحاناتو ملي ادارې لخوا د کانکور پروسه په ټولو ولایاتو کې پرته له توپیري چلند یو شان اخیستل کېږي. دوکتور ځیرک د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې له دوی سره په چارو کې پوره همغږي لري.

سږ (۱۴۰۰) ل ل کال کانکور ازموینې لپاره ۵ زره ۶۰۳ کسانو د خوست له حوزې ثبت نام کړی دی، چې له دې جملې څخه یې یو زر ۴۶ ښځینه کاندیدانې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېرو دریو ورځو کې تقریبا پنځه زره کسان کسان بایو متریک شوي دي ، چې لدې جملې څخه به شیخ زاید پوهنتون ته ۲ زره ۵۳۰ کسان په مختلفو پوهنځیو کې جذب شي، د کانکور یاده لړۍ به سبا پنجشنبه او جمعه هم دوام ولري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS